پاکستان دې طالبان له افغان حکومت سره سولې ته وهڅوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i70052-پاکستان_دې_طالبان_له_افغان_حکومت_سره_سولې_ته_وهڅوی
د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ددې پخلی کړی ، چې طالبان باید دغه فرصت له لاسه ورنکړی او دافغانانو په مشرۍ د سولې په مذاکراتو کې برخه واخلی ځکه د افغانستان سوله او د جګړې غځول د ‌طالبانو په لاس کې دی.
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Apr 28, 2018 04:55 Asia/Kabul
  • پاکستان دې طالبان له افغان حکومت سره سولې ته وهڅوی

د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ددې پخلی کړی ، چې طالبان باید دغه فرصت له لاسه ورنکړی او دافغانانو په مشرۍ د سولې په مذاکراتو کې برخه واخلی ځکه د افغانستان سوله او د جګړې غځول د ‌طالبانو په لاس کې دی.

زمونږخبریال دخبرو افغان خبری  سرچینو له قوله  راپور راکړ د بلجیم په مرکز بروکسل ښار کې د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانوپه پرونۍ غونډې کې پر پاکستان غږ کړی ،چې  له نفوذه  په استفادې سره دې  دطالبانو ډلې مشران له افغان حکومت سره   خبرواترو او روغې جوړې ته وهڅوی .

راپورښئ  په دغې غونډې کې ګډون کونکو  دافغانستان  د ولسمشر محمد اشرف غنی له خوا ‌طالبانو ته د سولې له کوم شرط پرته د وړاندیز  ملاتړ وکړ او  او دغه راز ئې وئیلی دی ،  د سیمې هیوادونه د افغانستان په سولې او ثبات کې مهم رول لوبولی شی.

د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ددې پخلی کړی ، چې طالبان باید دغه فرصت له لاسه ورنکړی او دافغانانو په مشرۍ د  سولې په مذاکراتو کې برخه واخلی ځکه د افغانستان سوله او د جګړې غځول د ‌طالبانو په لاس کې دی.

دوی وویل، باور لری چې پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول لوبولې شی او پاکستان باید ‌طالبان وهڅوی چې د جګړې پرځای سوله وکړی.

ددغې غونډې په اعلامیې کې وئیل شوی دی ،  په روان او راتلوونکی میلادی کلونو کې د افغانستان پارلمانی او د ولسمشرۍ ټول ټاکنې د سولې او ثبات په برخو کې مهم رول لرلی شی او د یموکراسئ یو اصل دی.

د دوی په وینا ناټو د افغانستان د ټاکنو کمیشن له خوا د ټاکنو د نېټې د  اعلان ملاتړ کوی  او  په افغانستان کې د سولې، ثبات او امنیت لپاره له  افغانستان سره خپلو مرستو او مشورو ته دوام ورکوی، تردې چې  افغان ځواکونه   د ترهګر پر وړاندې مبارزه وکړائ شی.