که امریکاله طالبانوډلې سره خبرې اترې ونه کړی نو پښمانه به شی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i71626-که_امریکاله_طالبانوډلې_سره_خبرې_اترې_ونه_کړی_نو_پښمانه_به_شی
طالبانو ډلې په کرتو وئیلی دی ، له افغانستانه دامریکائی پوځیانو وتل ، په دغه هیواد کې دجنګ جګړو دختمیدا او دامنیت دټینګیدا یو اصلی عامل دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 20, 2018 15:16 Asia/Kabul
  •   که امریکاله طالبانوډلې سره خبرې اترې ونه کړی نو پښمانه به شی

طالبانو ډلې په کرتو وئیلی دی ، له افغانستانه دامریکائی پوځیانو وتل ، په دغه هیواد کې دجنګ جګړو دختمیدا او دامنیت دټینګیدا یو اصلی عامل دی .

زمونږخبریال له کابله راپورراکړ د افغانستان په چارو کې د روسیې  ځانګړی استازی ضمیر کابلوف  نن په یولړ څرګندونو کې   په افغانستان کې د امریکا د جنګ    داوږدولو  په باب  په خبرداری ورکولو سره وئیلی دی،   که امریکا له طالبانو ډلې سره خبرواترو ته کې نه نی ، نو په افغانستان کې به له یوه   ستړیکیدونکی او خونړی جنګ سره  مخامخ شی ، او تر کلونو پورې به دوام وکړی .

 هغه ددې خبرې په کولو سره چې  همدااوس  طالبانو ډله  دافغانستان په کابو څلویښت فی صدی برخې  مسلطه ده ، زیاته کړې ، په داسې حالاتو کې له طالبانو ډلې سره  له خبرواترو دامریکا ډډه کول  د منلو وړ نه دی ،ځکه   په دغه شان  وضعیّت سره به   په افغانستان کې جنګ جګړې اون اکراری  هماغه راز دوام وکړی .

 کابلوف  ددې خبرې په کولو سره چې  دافغانستان پر لازیاتو برخو د طالبانو ډلې د مسلط کیدا  احتمال زیات دی ، ووئیل ؛ په دغه شان شرائطو کې   به  دبهرنیو عسکرو زیاتول  دافغانستان د حالاتو له ښه کیدا سره هیڅ مرسته ونه کړی .

 داپه داسې حال کې دی چې  طالبانو ډلې په کرتو وئیلی دی ،  له افغانستانه دامریکائی پوځیانو وتل ، په دغه هیواد کې  دجنګ جګړو  دختمیدا او دامنیت  دټینګیدا یو اصلی عامل دی .