خپل کور سنبال ساته، بل ته مه وایه چې غل یې
د افغانستان حکومت په کابل کښې د کرکټ د رمضان کپ سیالۍ د امنیتي چیلنجونو په وجه لغو کړې او وجه یې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کښې د کرکټ د شپنیو لوبو د پیلیدو په دستورو کښې شوې درې چاودنې وبللې
د خپرونې سیاسي مبصر لیکلي چې د افغانستان حکومت په کابل کښې د کرکټ د رمضان کپ سیالۍ د امنیتي چیلنجونو په وجه لغو کړې او وجه یې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کښې د کرکټ د شپنیو لوبو د پیلیدو په دستورو کښې شوې درې چاودنې وبللې چې څو ورځې مخکښې وشوې او پکښې لسګونه ملکي وګړي مړه او ژوبل شول. خو دلته پوښتنه دا رامینځته کیږي چې د افغانستان د حکومت ذمه واري څه ده؟ او تر کومې به د خلکو ټولنیز او سیاسي بهیر له بندیزونو سره مخامخیږي؟
کله چې په ۱۳۹۵ لمریز کال کښې (په هزاره قام پورې اړوند) نهضت روشنايي او همداشان ځینو نورو اجتماعاتو باندې ترهګرې حملې وشوې نو د افغانستان حکومت د امنیتي کشالو په توجیه کولو سره په اعتراضي راغونډیدنو او اجتماعاتو بندیز ولګوه. حقیقت دا دی چې عامه خلک او حتی سیاسي فعالان هم د خطر منل نه خوښوي، په دې وجه اعتراضي او مدني تحرکات او همداشان د بیان آزادي په طبیعي توګه بیخي بنده شوه. پر ځاې د دې چې حکومت د خلکو لپاره د امنیت د تامینولو په لړ کښې خپل مسئولیت په جدي توګه احساس کړي، د مدني تحرکاتو او اعتراضاتو مخه یې ونیوله او یې یې ډیر محدود کړل او کوم اعتراضونه او نیوکې چې په طبیعي او صلحه ایزه توګه د خلکو لخوا کیدې، مخه یې ونیوی شوه. خو کاش چې مسئله بس هم دلته ختمه شوې وی. خو داسې ونه شول او اوس د خلکو د ټولنیز ژوند عادي بهیر هم له ګواښ سره مخ شو. نن سبا د افغانستان ځوانان ورزشي لوبغالو او د کرکټ یا فوټبال د لوبې میدانونو ته نه شي تلی او توجیه یې دا ده چې ممکنه ده ترهګرې حملې پرې وشي. د کرکټ د رمضان کپ په شان د ورزي او کلتوري اجتماعاتو امنیت تامین نه دی.
د افغانستان خلک له ناچارۍ د خپل عادي ژوند په بهیر کښې بندیزونه مني خو پوښتنه دا ده چې د حکومت مسئولیت څه دی؟ که حکومت د خلکو د ژوند د عادي بهیر امنیت نه شي ټینګولو نو آیا داسې یو حکومت رواوالی لري؟ د افغانستان چارواکي په تیره بیا ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رییس عبدا... عبدا... به کله په دې خبره داده کیږي چې د خلکو د امنیت په تامینولو او د خلکو د عادي ژوند لپاره د حالاتو په برابرولو کښې یې ماتې خوړلې ده. لا تریخ حقیقت دا دی چې د افغانستان خلک دومره مظلوم دي چې له یوې خوا د جنګ او ترهګرو حملو او له بلې خوا د فقر، بې وزلۍ او بې روزګارۍ په وجه فرصت نه کوي چې د نورو هیوادونو د خلکو په شان سړکونو ته راووځي او چغې پورته کړي چې دا شان حکومتي چارواکي نه شي زغملی کوم چې لږترلږه د دوي امنیت ټینګ کړي او دا چاره سبب شوې ده چې د افغانستان واکوالان هم چې معترضان په سړکونو کښې نه ویني خپله غیرمعیاري حکومتوالي جاري ساتي.
د افغانستان چارواکي د صلحې د پروسې په هکله هم کله وايي چې له مخالفینو سره د دصلحې معنا دا نه د چې د ډیموکراسۍ او د ارزښتونو او د بیان د آزادۍ په لړ کښې د یوې نیمې لسیزې بریاوې د صلحې قرباني نه شي. بیا هم یوه پوښتنه راپورته کیږي او هغه دا چې کومه ډیموکراسي؟ کوم ارزښتونه؟ او د بیان کومه آزادي؟
همدا چې د رایو د شمیرلو پر ځاې د امریکې د حکومت د نسخې په اساس حکومت جوړ شي یا د امنیتي چیلنجونو په پلمه د خلکو په ټولنیز بهیر بندیز ولګي او یا د ترهګرو حملو له ویرې څوک په خپلو ستونزو باندې د صلحه ایز اعتراض لپاره سړکونو ته راو نه وځي او د عامه خلکو برخلیک وسله والو مخالفینو ته وسپارل شي او امنیتي ځواکونه یوازې د لوړرتبه چارواکو ساتنه کوي. یو داسې حکومت چې د خپلو خلکو ساتنه نه شي کولی، آیا د جاري پاتې کیدو حق لري؟ کوم دولتي چارواکي چې د خلکو له کړاؤنو بې خبره دي او په مالي او اداري فساد کښې ډوب دي او تل د قدرت د ویش په سر لاس او ګریوان او د امریکايي ځواکونو د جنایتونو په لټه کښې وي، او د ټیټو کچو امنیتي ځواکونو هم د خپلو مشرانو د همدې کړچار په وجه له مخالفانو سره د جنګیدو انګیزه بایللې وي نو طبیعي ده چې دا حالت د وسله والو مخالفینو د پیاوړتیا زمینه برابروي او دفاعي چارواکي هم چې کله د وسله والو مخالفینو په وړاندې ناتوانه کیږي او ماتې خوري نو خپله ماتې د نورو په تورنولو سره توجیه کوي چې ګني فلانی هیواد د ځینو سیمو، ولسوالیو یا ولایتونو په سقوط کښې لاس لري. هغه د پښتو متل دی چې وايي: خپل کور سنبال ساته، در ملت غل مه بوله.
*******///////////*******