نارواتورونه په افغانستان کې دجنګ له دوامه دعمومی افکارومنحرفول دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i71658-نارواتورونه_په_افغانستان_کې_دجنګ_له_دوامه_دعمومی_افکارومنحرفول_دی
دایران خارجه وزارت ویندوی یو ځل بیا په افغانستان کې د له تاؤتریخوالو ا ستفاده محکومه کړې او زیاته ئې کړې د ه ، ایران دتیر وخت په شان د افغانستان د حکومت په مشرۍ د سولې له بهیره په ملاتړ سره ښکیل لوری ، دخبرواترو له لارې د مشکلاتو دحل لپاره هلوځلو ته بولی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 21, 2018 07:48 Asia/Kabul
  • نارواتورونه په افغانستان کې دجنګ له دوامه دعمومی افکارومنحرفول دی

دایران خارجه وزارت ویندوی یو ځل بیا په افغانستان کې د له تاؤتریخوالو ا ستفاده محکومه کړې او زیاته ئې کړې د ه ، ایران دتیر وخت په شان د افغانستان د حکومت په مشرۍ د سولې له بهیره په ملاتړ سره ښکیل لوری ، دخبرواترو له لارې د مشکلاتو دحل لپاره هلوځلو ته بولی .

زمونږخبریال راپورراکړ د اسلامی ایران  دخارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی  نن په یولړ څرګندونو کې  دافغانستان په فراه ولایت کې  د طالبانو د تیرو اونیو په حملو پسې، له بده مرغه په دغه هیواد کې ځینی ،  ګاونډیان  له طالبانو  په ملاتړ تورنوی  او  امریکائی قوماندان هم  چې  په افغانستان کې  له  کلونو راهسې  له پراخ  پوځی شتون او د دغه  جنګ  ځپلی هیواد د زرګونو بې ګناه او بې څوکه خلکو   له وینو بهولو وروسته هم  دامنیت او ثبات په ټینګولو  کې ناکام شوی،هڅه کوی،له طالبانو څخه  په ملاتړ د ایران په تورنولو سره  دافغانستان عمومی ا فکار،په دغه هیواد کې  دجنګ د دوام  له اصلی دلیلونو وغړوی .

 بهرام قاسمی زیاته کړې ، دافغانستان په ښارونو اوولسوالیو د طالبانو حملې  او  ددغه هیواد دحکومتی ځواکونو په لاس ئې له هغو بیرته آزادیدا  کومه نوی موضوع نه ده او  د تهران او کابل   له ښو اړیکو سره   هیڅ ارتباط نه لری .

 دایران  دخارجه وزارت ویندوی  ټینګار کړی ،  اسلامی ایران  کابو څلور لسیزو راهسې  د  دخپل حاکمیّت او عظمت څخه ددفاع  لپاره د افغان ولس او حکومت ترڅنګ  ولاړ دی  او هغه څرګندونې  چې  د تیریګرو اوپرَدیو  د راضی کولو لپاره  کیږی ،  له  دغو دوستانه اړیکو سره  هیڅ تناسب نه لری .

  هغه روښانه کړې ،   د اوبو د مسئلو دحل لپاره د ایران او افغانستان خبرې اترې  له ډیپلوماټیکې لارې  دوام لری او   دافغانستان له داخلی مسئلو سره  د دغې موضوع تړل ،  له هیڅ  منطقی ، عقلانی  او اصولی اساس سره سمون نه خوری . . دایران خارجه وزارت ویندوی  یو ځل بیا  په افغانستان کې د  له تاؤتریخوالو ا ستفاده  محکومه کړې او  زیاته ئې کړې د ه ،  ایران  دتیر وخت په شان  د افغانستان د حکومت  په مشرۍ  د سولې له بهیره په ملاتړ سره  ښکیل لوری ،  دخبرواترو له لارې د مشکلاتو دحل لپاره هلوځلو ته  بولی .