نارواتورونه په افغانستان کې دجنګ له دوامه دعمومی افکارومنحرفول دی
دایران خارجه وزارت ویندوی یو ځل بیا په افغانستان کې د له تاؤتریخوالو ا ستفاده محکومه کړې او زیاته ئې کړې د ه ، ایران دتیر وخت په شان د افغانستان د حکومت په مشرۍ د سولې له بهیره په ملاتړ سره ښکیل لوری ، دخبرواترو له لارې د مشکلاتو دحل لپاره هلوځلو ته بولی .
زمونږخبریال راپورراکړ د اسلامی ایران دخارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی نن په یولړ څرګندونو کې دافغانستان په فراه ولایت کې د طالبانو د تیرو اونیو په حملو پسې، له بده مرغه په دغه هیواد کې ځینی ، ګاونډیان له طالبانو په ملاتړ تورنوی او امریکائی قوماندان هم چې په افغانستان کې له کلونو راهسې له پراخ پوځی شتون او د دغه جنګ ځپلی هیواد د زرګونو بې ګناه او بې څوکه خلکو له وینو بهولو وروسته هم دامنیت او ثبات په ټینګولو کې ناکام شوی،هڅه کوی،له طالبانو څخه په ملاتړ د ایران په تورنولو سره دافغانستان عمومی ا فکار،په دغه هیواد کې دجنګ د دوام له اصلی دلیلونو وغړوی .
بهرام قاسمی زیاته کړې ، دافغانستان په ښارونو اوولسوالیو د طالبانو حملې او ددغه هیواد دحکومتی ځواکونو په لاس ئې له هغو بیرته آزادیدا کومه نوی موضوع نه ده او د تهران او کابل له ښو اړیکو سره هیڅ ارتباط نه لری .
دایران دخارجه وزارت ویندوی ټینګار کړی ، اسلامی ایران کابو څلور لسیزو راهسې د دخپل حاکمیّت او عظمت څخه ددفاع لپاره د افغان ولس او حکومت ترڅنګ ولاړ دی او هغه څرګندونې چې د تیریګرو اوپرَدیو د راضی کولو لپاره کیږی ، له دغو دوستانه اړیکو سره هیڅ تناسب نه لری .
هغه روښانه کړې ، د اوبو د مسئلو دحل لپاره د ایران او افغانستان خبرې اترې له ډیپلوماټیکې لارې دوام لری او دافغانستان له داخلی مسئلو سره د دغې موضوع تړل ، له هیڅ منطقی ، عقلانی او اصولی اساس سره سمون نه خوری . . دایران خارجه وزارت ویندوی یو ځل بیا په افغانستان کې د له تاؤتریخوالو ا ستفاده محکومه کړې او زیاته ئې کړې د ه ، ایران دتیر وخت په شان د افغانستان د حکومت په مشرۍ د سولې له بهیره په ملاتړ سره ښکیل لوری ، دخبرواترو له لارې د مشکلاتو دحل لپاره هلوځلو ته بولی .