دافغانستان دسولې لوړې شورا د روسیې دریځ رد کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i71710-دافغانستان_دسولې_لوړې_شورا_د_روسیې_دریځ_رد_کړ
ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان د سولې دلوړې شورا ویندوی احسان طاهری د افغانستان دملت په استازی توب له طالبانو سره د امریکا د نیغ په نیغه خبرو په اړه د افغانستان په چارو کښې د روسیې د ولسمشر د ځانګړی استازی ضمیرکابلوف څرګندونې رد کړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 22, 2018 00:40 Asia/Kabul
  • امریکا یوازې دوې(۲) لارې لارې یا باید له طالبانو سره خبرې وکړي یا  تر نامعلومې مودې لپاره په افغانستان  کښې دجنګ د دوام  انتظار وباسي .
    امریکا یوازې دوې(۲) لارې لارې یا باید له طالبانو سره خبرې وکړي یا تر نامعلومې مودې لپاره په افغانستان کښې دجنګ د دوام انتظار وباسي .

ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان د سولې دلوړې شورا ویندوی احسان طاهری د افغانستان دملت په استازی توب له طالبانو سره د امریکا د نیغ په نیغه خبرو په اړه د افغانستان په چارو کښې د روسیې د ولسمشر د ځانګړی استازی ضمیرکابلوف څرګندونې رد کړې .

احسان طاهری پرون وویل هیڅ هیواد نشی کولای دافغانستان د ملت په استازی توب له طالبانو ډلې سره د سولې خبرې وکړی .

دافغانستان د سولې دلوړې شورا ویاند احسان طاهری وویل د کابل حکومت په افغانستان کښې د سولې دټینګیدا لپاره د ټولو هیوادونو دملګرتیا هرکلی کوی خو په دې اړه دهیڅ هیواد لاسوهنه نه منی .

دافغانستان په چارو کښې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف څه موده مخکې ویلی وو امریکا حاضردمه په افغانستان کښې داسې لارې ته مخه کړی ده چې شوروی د افغانستان دنیواک په وخت ورسره مخ وو او امریکا یوازې دوې(۲) لارې لري  یا باید له طالبانو سره خبرې وکړی یا  تر نامعلومې مودې لپاره په افغانستان  کښې دجنګ د دوام  انتظار وباسی .

دافغانستان ولسمشر اشرف غنی څه موده مخکې په کابل کښې په یوې(۱) نړیوالې غونډې کښې دطالبانو لخوا له هیڅ ډول وارمخکې شرط پرته له دغه ډلې سره د خبرو لپاره د کابل د حکومت دچمتووالی خبر ورکړی وو .

داپه داسې حال کښې دی چې د افغانستان طالبانو ډلې د اشرف غنی له حکومت سره خبرې اترې له افغانستان څخه دامریکا په مشرۍ د نیواکګرو عسکرو له وتلو سره مشروطه کړی دی .