په افغانستان کښې د روسيې، چين او هند د ملګرتياو پراختيا
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i71752-په_افغانستان_کښې_د_روسيې_چين_او_هند_د_ملګرتياو_پراختيا
د روسيې، چين او هند استازيو په ماسکو کښې په خپل درې اړخيزه غونډه کښې په افغانستان کښې د درې واړو هېوادونو د ملګرتيا د پراختيا لارې چارې وڅېړلې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 22, 2018 10:08 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د روسيې، چين او هند د ملګرتياو پراختيا

د روسيې، چين او هند استازيو په ماسکو کښې په خپل درې اړخيزه غونډه کښې په افغانستان کښې د درې واړو هېوادونو د ملګرتيا د پراختيا لارې چارې وڅېړلې.

د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې د چين خارجه وزارت نن په يوې بيانيه کښې وويل: د چين د خارجه وزيء مرستيال کونګ شوان يو، د روسيې د ملي امنيت د جرګې د سېکتر مرستيال الېګزېنډر ونديکتوف او د هند د ملي امنيت د صلاحکار مرستيال راجندر کَنّا په ماسکو کښې په خپله ګډه غونډه کښې د افغانستان د بحران د هواري لپاره د سيمې د هېوادونو د رول لوبونې په لازموالي تاکيد وکړ.

د روسيې، چين او هند استازيو په دغه غونډه کښې اعلان وکړ د افغانستان د بحران د هواري لپاره د شانګهائي د تعاون تنظيم په چوکاټ کښې له دغه هېواد سره ملګرتياوې به پراخې کړي.

په افغانستان کښې د ناامنيو سختوالي او د دغه هېواد په اړه د امريکې د چارواکو وروستيو دريځونو د روسيې، چين او د سيمې د نورو هېوادونو اندېښنه راپارولې ده.

د هند وزيراعظم نارندرا مودي پرون د روسيې په سوچي ښار کښې د  روسيې له ولسمشر ولاديمير پيوټن سره کتنه  او د افغانستان د حالاتو په باره کښې خبرې اترې وکړې.د سياسي مسائلو شناندي باوري دي چې په افغانستان کښې د روسيې، چين، هند او د ايران د اسلامي جمهوريت ملګرتيا کولې شي هغه جنګ او ناامني چې په افغانستان کښې د امريکې او د دغه هېواد د لويديځو انډيوالانو د مداخلتونو نتيجه ده پاتې ته ورسوي.