دافغانستان د ملی امنیت سلاکارپه مهم سفرنن پاکستان ته ځی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i72074-دافغانستان_د_ملی_امنیت_سلاکارپه_مهم_سفرنن_پاکستان_ته_ځی
په همداوروستیو کې د دواړو هیوادونو دسرحدی شخړو له امله ارتباطات تر ډیره حده ترینګلی شوی ،خو ډیری شناندی اوکارپوهان وائی د دواړو هیوادونو لوړپوړو پوځی او سیاسی چارواکو ته پکار دی ، خپل مینځۍ شخړې او مشکلات دخبرواترو اوراشه دیرشه له لارې حل کړی او دریم ګړی ته دې اجازت ورنکړی څو په خړو اوبو کې کبان ونیسی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 27, 2018 00:09 Asia/Kabul
  • دافغانستان د ملی امنیت سلاکارپه مهم سفرنن پاکستان ته ځی

په همداوروستیو کې د دواړو هیوادونو دسرحدی شخړو له امله ارتباطات تر ډیره حده ترینګلی شوی ،خو ډیری شناندی اوکارپوهان وائی د دواړو هیوادونو لوړپوړو پوځی او سیاسی چارواکو ته پکار دی ، خپل مینځۍ شخړې او مشکلات دخبرواترو اوراشه دیرشه له لارې حل کړی او دریم ګړی ته دې اجازت ورنکړی څو په خړو اوبو کې کبان ونیسی .

زمونږخبریال  دخبرو افغان سرچینو له قوله راپور راکړ  د  ارګ ماڼۍ له خوا په یوې  خپرې شوی خبرتیا کې وئیل شوی دی ،د افغانستان د ملی امنیت دسلاکار حنیف اتمر په مشرۍ لوړ پوړی نظامی پلاوی له پاکستانیو چارواکو سره پر امنیتی موضوعاتو د خبرو اترو لپاره د یکشنبې په ورځ اسلام اباد ته ځی.

په دغې خبرپاڼې کې وئیل شوی ، د پاکستان لومړی وزیر له  افغان ولسمشر غنی څخه په رسمی بلن لیک کې غوښتی چې د افغانستان لوړ پوړی امنیتی پلاوی دې اسلام اباد ته سفر وکړی او د دواړو هېوادونو پوځی پلاوی دې د افغانستان، پاکستان او سیمې د امنیتی ستونزو په اړه بحث او خبرې وکړی.

ټاکل شوې ده د افغانستان  دغه لوړپوړی پلاوی به نن د  پاکستان دپوځ  له  عمومی قوماندان جنرال  قمر جاوید باجوه پشمول د دغه هیواد له لوړپوړو پوځی اوسیاسی چارواکو سره  د دوو اړخیزو  امنیتی مسایلو او دغه راز په سیمه ایزو بدلونونو  بحث او  خبرې وکړی .

 داپه داسې حال کې دی چې په همداوروستیو  کې د دواړو هیوادونو دسرحدی شخړو له امله  ارتباطات تر ډیره حده ترینګلی شوی ،خو  ډیری شناندی اوکارپوهان وائی   د دواړو هیوادونو  لوړپوړو پوځی او سیاسی چارواکو ته پکار دی ،  خپل مینځۍ  شخړې او مشکلات دخبرواترو اوراشه دیرشه  له لارې حل کړی او دریم ګړی ته دې اجازت ورنکړی څو په خړو اوبو  کې کبان ونیسی .