دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان کابل ته په سفرځی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i72212-دپاکستان_دپوځ_عمومی_قوماندان_کابل_ته_په_سفرځی
پاکستان او افغانستان د سرحدی کرښې ډیورنډ په باب سره سخت اختلافات لری او دغه راز یوبل له ترهه ګرۍ په ملاتړ هم تورنوی ، خو ډیری شناندی او کارپوهان وآئی دپاکستان او افغانستان سیاسی اوپوځی چارواکو ته پکار ده خپل مینځنۍ شخړې پخپلو کې سره حل کړی او دریمګړی ته دې موقع نه ورکوی څو له خړو اوبو کبان ونیسی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 28, 2018 13:02 Asia/Kabul
  • دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان کابل ته په سفرځی

پاکستان او افغانستان د سرحدی کرښې ډیورنډ په باب سره سخت اختلافات لری او دغه راز یوبل له ترهه ګرۍ په ملاتړ هم تورنوی ، خو ډیری شناندی او کارپوهان وآئی دپاکستان او افغانستان سیاسی اوپوځی چارواکو ته پکار ده خپل مینځنۍ شخړې پخپلو کې سره حل کړی او دریمګړی ته دې موقع نه ورکوی څو له خړو اوبو کبان ونیسی .

 زمونږخبریال له کابله راپورراکړ  د افغانستان دملی  امنیت دشورا ویندوی قادر شاه  نن په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه   کابل ته دسفر لپاره د  افغانستان د ولسمشر اشرف غنی بلنه  منلې او ډیر زر به  کابل ته په سفر ورشی .

 قادرشاه وئیلی دی ،  دغه  بلنه  پاکستان ته د  افغانستان د ملی امنیت د سلاکار  محمد حنیف اتمر   دسفر په وخت  مطرح شوې ده .

 حنیف اتمر  پرون  د ملی امنیت  دادارې دمشر معصوم ستانکزئ او دافغانستان د کورنیو چارو د وزیر  ویس برمک    پشمول د پلاوی په مشرۍ  اسلام اباد ته تللی  او د دغه هیواد  له لومړی وزیر او  د ملی امنیت   له سلاکار سره ئې لیده کاته کړی دی .