د ارګ د ویاند مرستیال له خپلې دندې استعفا ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i72304-د_ارګ_د_ویاند_مرستیال_له_خپلې_دندې_استعفا_ورکړه
د ارګ د ویاند یوه مرستیال دواخان مینه پال راتلونکو ټاکنو کې د نوماندۍ لپاره له خپلې دندې استعفا وړاندې کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2018 13:55 Asia/Kabul
  • د ارګ د ویاند مرستیال له خپلې دندې استعفا ورکړه

د ارګ د ویاند یوه مرستیال دواخان مینه پال راتلونکو ټاکنو کې د نوماندۍ لپاره له خپلې دندې استعفا وړاندې کړه.

هغه پخپله رسمي فیسبوک پاڼه دغه خبر لیکلی او زیاته کړې يې ده، غواړې د کوچیانو له حوزې ولسي جرګې ته نوماند شي.

مینه پال د خپلې دندې په اوږدو کې د رسنیو له مسؤلینو مننه کړې او دعوه يې کړې: «ما که هردریځ نیولی هغه مې د دې هېواد د لوړو ګټو په خاطر نیولی دی.»

دواخان مینه پال چې له دې وړاندې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس او له هغه وړاندې خبریال پاتې شوی، دوه کاله وړاندې په ارګ کې د ویاند مرستیال وټاکل شو.

پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې د راتلونکې تلې میاشتې په ۲۸مه ترسره کېږي، چې د نوماندانو د نوم لیکنې لړۍ يې تېره شنبه پیل شوې ده.