د افغانستان انتخابات او جدي اندیښنې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i72640-د_افغانستان_انتخابات_او_جدي_اندیښنې
د روان کال د تلې د میاشتې په اتویشتمې نیټې د ترسره کیدونکو د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو پایلې چې هر څه وي خو د انتخاباتي کمپین پر وخت ملي شعارونه تر یوه حده ګرمیږي او د ملي ګټو د دفاع ژمنې یوځل بیا تازه کیږي او د خلکو د اصلي دردونو د رایادونې وخت رارسیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 03, 2018 13:17 Asia/Kabul
  • د افغانستان انتخابات او جدي اندیښنې

د روان کال د تلې د میاشتې په اتویشتمې نیټې د ترسره کیدونکو د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو پایلې چې هر څه وي خو د انتخاباتي کمپین پر وخت ملي شعارونه تر یوه حده ګرمیږي او د ملي ګټو د دفاع ژمنې یوځل بیا تازه کیږي او د خلکو د اصلي دردونو د رایادونې وخت رارسیږي.

دوه ورځې وړاندې د افغانستان د ولسي جرګې یوشمیر استازو د دغه هیواد ولسمشر اشرف غني تورن کړ چې مختلفو ولایتونو ته یې تګ او هلته یې شعارونه ورکول د انتخاباتي کمپین یوه برخه ده او د کارپوهانو په باور، حقیقت هم ښکاري. یوازې ولسمشر نه دی، د ځینو شخصیتونو له قوله په رسنیو کښې د هغو بهرنیو ځواکونو خلاف خبرونه منعکس شول چې په تیرو ۱۷ کالو کښې د همدغو بهرنیو ځواکونو په مرستې متکي وو او د ولس له کړاونو بې خبره وو او د خلکو د رنځونو ورسره هیڅ احساس نه و او دا طبیعي هم ده ځکه چې اوس یوځل بیا د ولس راې ته ضرورت دی، د بهرنیانو نوکران بیا هم باید د ولس او وطن د دفاع او ساتنې ویناوې وکړي او د ملي ګټو او د ولس د دردونو او ستونزو شعارونه ورکړي او ځانونه د قام او وطن د ګټو مدافع معرفي کړي.

د نړۍ په نورو هیوادونو کښې هم د انتخاباتو په وخت همداسې کیږي. هر کاندید له خلکو څخه د راې غوښتنې په وخت خپله اصلي څیره په ملي نقاب پټوي، د صلاحیت لرلو او د خلکو د خدمت کولو بنسټیز شعارونه ورکوي. دا منافقت کم او زیات په ټولو ټولنو کښې شته دی خو د افغانستان په ټولنه کښې له حده زیات دی. د افغانستان د ولسمشرۍ وروستۍ ټاکنې په خواشینۍ سره د یوې نوې مرحلې د پیلیدو سبب شوې او د انتخاباتي نظام بهیر تر پوښتنې لاندې راغی.

نن که څه هم انتخاباتي کمپینونه ډیر ګرم دي خو د انتخاباتو پروسه د داسې کسانو لاس ته لویدلې چې د دې بهیر اصولي بهیر له مبهم او ګُنګ برخلیک سره مخامخوي. خدای دې وکړي چې د افغانستان د ولسي جرګې او د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو پروسه په یوې غمیزې بدله نه شي چې ولسي جرګې یې په اړه دوه ورځې مخکښې اندیښنه څرګنده کړې ده او له دې غمیزې د ژغورل کیدو یوازنۍ لاره دا ده چې د افغانستان زیاتره خلک په یو چورلیز راټول شي او د هیواد د ستونزو د هواري لپاره په خپلو کښې په یو مکانیزم موافقې ته ورسي څو د افغانستان د خلکو اراده او هوډ پکښې عملي شي او ولس د پردیو د دسیسو او لوبو له ګرداوه د وتلو لاره بیامومي.

لنډه دا چې کوم بهیر چې په افغانستان کښې د اساسي قانون په بنیاد پیل شوی و، دوام یې سره له ټولو کمزوریو د افغانستان د خلکو په ګټه وي. یوځل بیا له صفر څخه پیلول د افغانستان د خلکو راتلونکی تباه کوي. همدا اوس د افغانستان حکومت په داسې کارونو لګیا دی چې د هیواد بنیادونه لړزوي او د انتخاباتو روان بهیر یې یوه نمونه ده چې د دروغو په ستنو ولاړ دی. که دا بهیر سم نه شي نو د افغانستان د ولسي جرګې اندیښنه په ځاې ده چې افغان ولس به له نویو ملي غمیزو سره مخ کړي.