په سلګونو مرکزونو کې د نوم ليکنې زمينه نه ده برابره شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i72656-په_سلګونو_مرکزونو_کې_د_نوم_ليکنې_زمينه_نه_ده_برابره_شوې
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې شمېر کابو ۴.۸ميليون تنو ته رسېدلی، خو لا تر اوسه د رايې ورکوونکو په سلګونو مرکزونو کې د نوم ليکنې زمينه نه ده برابره شوې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 03, 2018 15:48 Asia/Kabul
  • په سلګونو مرکزونو کې د نوم ليکنې زمينه نه ده برابره شوې

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې شمېر کابو ۴.۸ميليون تنو ته رسېدلی، خو لا تر اوسه د رايې ورکوونکو په سلګونو مرکزونو کې د نوم ليکنې زمينه نه ده برابره شوې.

پژواک لیکلي چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون کمېشنر سيد حفيظ الله هاشمي له دغه خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل: تر پرون پورې د ولايتونو او ولسواليو په مرکزونو کې پر شرايطو برابرو له څلور ميليون، ۷۸۸زره ډېرو کسانوخپل نومونه ليکلي دي.

هغه وويل چې له دې کسانو څخه څه باندې ۳ميليون او ۱۶۸زره نارينه، يو ميليون او ۵۲۸زره ښځې، تر۹۰زره او ۷۰۰ډېر کوچيان او ۵۱۲تنه هندوانو او سکانو خپل نومونه ليکلي دي.

نوموړي زياته کړه:"موږ تمه نه درلوده چې دومره کسان دې خپل نومونه وليکي، خو له نېکه مرغه چې ډېر شمېر کسانو خپل نومونه ليکلي، ډېر شمېر کسانو ځانونه ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ته نومولي دي او د ټاکنو پروسه له ستونزو او نا امنيو سره سره ښه پرمخ روانه ده."

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د خلکو او ملي شورا د غړو له غوښتنې وروسته د ولايتونو په مرکزونو کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې وخت د يوې بلې مياشتې لپاره تمديد کړ.

دغه راز د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ياد کمېشنر وويل چې تر اوسه د هېواد په څو ولسواليو کې د رايې ور کوونکو د نوم ليکنې په ۴۰۸مرکزونو کې د نوم ليکنې زمينه نه ده برابره شوې او په دغو ولسواليو کې به د ټاکنو ترسره کېدل نا شونې وي.

خو نوموړي وويل چې ښايي په ځينو ولسواليو کې د نا امنيو له امله د رايې ور کوونکو د نوم ليکنې پروسې تر ختمېدو پورې سلګونه نور مرکزونه هم وتړل شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون کمېشنر سيد حفيظ الله هاشمي دې ته په اشارې سره چې ددولت له ولکې وتلو سيمو لپاره ميکانيزم لري، زياته يې کړه، هغه کسان چې په ټاکنو کې د ګډون لېوالتيا لري، خوندي سيمو ته دې ورشي او رايې دې ورکړي.