په افغانستان کې د پانګوالولپاره امنیت مناسب نه دی
دغه چینی ډیپلوماټ د افغانستان او چین ترمینځ د سیاسی اقتصادی او امنیتی ملګرتیاؤ دپراختیا په ضرورت په ټینګار سره ووئیل د بیجینګ او کابل ترمینځ اړیکې پراخې شوی او چین هڅه کوی ، دافغانستان د اقتصادی پراختیا او د سولې په ټینګیدا کې مهم رول ولوبوی .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ په افغانستان کې د چین سفیر لیو جین سونګ نن دافغانستان دولسمشر له مرستیال سرور دانش سره په کتنې کې وئیلی دی ، په افغانستان کې پانګونې سره دچین خصوصی برخه ډیره دلچسپی لری ، خو په دغه هیواد کې ناکراری دپانګونې لپاره خورا ستر خنډ حسابیږی .
هغه زیاته کړې ، که امنیتی وضعیّت ښه شی و نو چینی پانګوال تیار دی ، څو په افغانستان کې پانګونه وکړی .
دغه چینی ډیپلوماټ د افغانستان او چین ترمینځ د سیاسی اقتصادی او امنیتی ملګرتیاؤ دپراختیا په ضرورت په ټینګار سره ووئیل د بیجینګ او کابل ترمینځ اړیکې پراخې شوی او چین هڅه کوی ، دافغانستان د اقتصادی پراختیا او د سولې په ټینګیدا کې مهم رول ولوبوی .
سرور دانش هم په دغې کتنې کې په افغانستان کې د سولې په بهیر کې د چین رول مهم او په دغه هیواد کې د سولې او ثبات ټینګیدا د سیمې د درستو هیوادونو په ګټه وبالۀ. چین تل د ډیپلوماټیکو هلو ځلو له لارې په افغانستان کې د سولې لپاره ډیرې هڅې کړی دی . او څو ځله ئې د دکابل اسلام اباد ترمینځ دتاؤتریخوالو د ختمولو لپاره درې او څو اړخیزو غونډو کوربتوب کړی دی .