دافغانستان دسولی لوړې شورا د اووربند هرکلی وکړ
Jun 07, 2018 23:22 Asia/Kabul
-
داعش ، القاعده او نورې ترهګرې ډلې دافغانستان د حکومت په اووربند کښې نه راځي .
زمونږ خبریال وایی دافغانستان دسولې لوړې شورا د ولسمشر اشرف غنی لخوا د اعلان شوی اووربند هرکلی وکړ .
دافغانستان د سولې لوړې شورا دغه راز د جنګ او دتاوتریخوالی د ختمولو په اړه د علماو دشورا د بیانیې ملاتړ هم وکړ .
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی د روژې دمبارکې میاشتې له اوویشتمې(۲۷) نیټې څخه د کوچنی اختر تر پینځمې (۵)ورځې پورې په هیواد کښې یو اړخیزه اووربند اعلان کړ .
هغه پرون په ټیلی ویژن باندې یوه(۱) پیغام کښې وویل د افغانستان حکومت د هیواد دشیعه او دسنی علماو د شورا د فتوا پراساس د یواړخیزه اووربند فیصله کړی ده .
اشرف غنی وویل داعش ، القاعده او نورې ترهګرې ډلې دافغانستان د حکومت په اووربند کښې نه راځی او ددغو ډلو د ځپلو عملیات دوام لری
ټیګونه