دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان سبا کابل ته ځی
پاکستان او افغانستان د ډیورینډ کرښې پشمول د ځینو مسئلو او همداراز د سرحدی تاسیساتو دجوړیدا په سر سره اختلافات لری او یو بل له ترهه ګرۍ په ملاتړ تورنوی ، خو دسیمې ډیری کارپوهان او شناندی وائی د پآکستان او افغانستان لوړپوړو سیاسی اوپوځی چارواکو ته پکار دی ، خپل مینځنی اختلافات او شخړې دخبرواترو له لارې حل کړی او دریم ګړی ته دې دا فرصت نه ورکوی ،څو له خړو اوبو کبان ونیسی .
مهر خبری ا ژانس راپورورکړی د ټاکل شوې ده ، دپآکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه سبا دیوه امنیتی پلاوی په مشرۍ کابل ته په سفر لاړ شی .څو هلته په دغه هیواد کې د ا سولې اوا منیت دټینګیدا او دغه راز د له طالبانو سره د سولې او ورغې جوړې لپاره داشرف غنی دحکومت د چمتووالی په باب خبرې اترې وکړی .
تردې دمه په کابل او اسلام اباد کې د اشرف غنی له حکومت سره د سولې خبرواترو ته د طالبانو ډلې د اړباسلو پشمول دبیلابیلو موضوعګانو په سر د پاکستان او افغانستان دلوړپوړو چارواکو ترمینځ د خبرواترو څو پړاؤنه ترسره شوی ، خو تر دې دمه ئې څه خاص نتیجه نه ده ورکړې .