په کابل کې ځان مرګی حملې ۴۲ کسان په وینو ککړکړ ل
ممکنه ده د مرګ ژوبلو شمیره نوره هم زیاته شی. د دغې پیښې پړه هم دخبرترمخابیره کیدا پورې چا په غاړه نه ده اخستې ، خو دکابل ښار دزیاتره وحشی ډوله ترهه ګرو حملو پړه داعشی تکفیریان په غاړه اخلی .
زمونږخبریال راپورراکړ دافغانستان د روغتیائی چارو وزارت ویندوی ووئیل، په کابل کې د د کلیو او پراختیا پر وزارت په نننی ځان مرګی برید کې دیارلس کسان وژل شوی او کابو دیرش نور ټپیان شوی دی .
هغه په عین حال کې وئیلی ممکنه ده د مرګ ژوبلو شمیره نوره هم زیاته شی. د دغې پیښې پړه هم دخبرترمخابیره کیدا پورې چا په غاړه نه ده اخستې ، خو دکابل ښار دزیاتره وحشی ډوله ترهه ګرو حملو پړه داعشی تکفیریان په غاړه اخلی .
همداراز دافغانستان د ننګرهار د ولایتی ادارې مسئولانوهم وئیلی دی ، نن غرمه کابو لس بجې څلور ځان مرګو کسانو د دغه ولایت د معارفو د مشر پر دفتر برید دله ایز برید کړی چې د ولایت ویندوی عطاا.... خوګیاڼی په پیل کې یوه ځان مرګی د دغه دفتر سترې دروازې په وړاندې پر ځاان پورې تړلی مواد وچاودول درې نور ځان مرګی هم له امنیتی ماموران وسره ونښل او دمامورانو په موقعې اقدام سره درې واړه ځان مرګی هلاک شول .
خوګیاڼی وئیلی دخبر ترمخابیره کیدا پورې په دغې پیښې کې لس نور کسان هم ټپیان شوی دی او پاکونکی عملیات روان دی ، دهغه په وینا امنیتی ځواک هغه ګاډی چې له چاودېدونکو توکو ډک وو هم کشف او شنډ کړی دی