حامد کرزے اقتدار ته د ستنېدو په فکر کښې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i73150-حامد_کرزے_اقتدار_ته_د_ستنېدو_په_فکر_کښې
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کښې د ځان د نامزدګۍ د احتمال خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 11, 2018 14:21 Asia/Kabul
  • حامد کرزے اقتدار ته د ستنېدو په فکر کښې

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کښې د ځان د نامزدګۍ د احتمال خبر ورکړ.

د افغان آوا خبري اژانس د رپوټ له مخې حامد کرزي د جرمني له شپيګل مجلې سره په مرکه کښې د افغانستان د ولسمشرۍ د ۲۰۱۹ کال د انتخاباتو لپاره د ځان د نامزدګۍ احتمال رد نه کړ.

له دې مخکې حامد کرزي ويلي وو چې د افغانستان د ولسمشرۍ په رتلونکو اتخاباتو کښې د ګډون کولو فېصله يې نه ده کړې.

حامد کرزي په افغانستان ديارلس کاله حکومت وکړ او د بن له وړومبۍ غونډې وروسته د شپږو مياشتو لپاره د موقته حکومت د مشر په توګه ټاکل شوے ؤ.

د موقته دورې له ختمېدو وروسته په ۲۰۰۲ ميلادي کال کښې په کابل کښې هنګامي لويه جرګه جوړه شوه او دغې جرګې حامد کرزے د دوو نورو کلونو لپره د انتقالي حکومت د مشر په توګه وټاکۀ.

حامد کرزے د ۲۰۰۴ کال په انتخاباتو کښې کامياب شو او دوه دورې په رسميت توګه د خلقود منتخب ولسمشر په توګه خدمت وکړ او له دې وروسته يې اقتدار اشرف غني ته وسپارۀ.