داعش د کابل د ترهه ګريزې حملې عامل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i73154-داعش_د_کابل_د_ترهه_ګريزې_حملې_عامل
داعش ترهه ګرې ډلې د افغانستان د کابل ښار د حملې ذمه واري په غاړه واخېسته.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 11, 2018 15:12 Asia/Kabul
  • داعش د کابل د ترهه ګريزې حملې عامل

داعش ترهه ګرې ډلې د افغانستان د کابل ښار د حملې ذمه واري په غاړه واخېسته.

د روئيټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې په نننۍ ترهه ګريزه حمله کښې چې د کابل ښار د کليوالې ترقۍ د وزارت ترڅنګه رامنځته شوه لږ تر لږه دولس تنه ووژل شول.

په دغه حمله کښې همدرنګ له دېرشو زيات نور کسان هم ژوبل شول چې ځينو حالت پکښې سخت بيان شوے دے.

د کابل په شمول د افغانستان د مختلفو سيمو اکثرو ترهه ګريزو چاودنو ذمه واري داعش تکفيري ډله په غاړه اخلي.

يوه هفته مخکښې هم د کابل په لويديځ کښې د افغانستان د ديني علماو د غونډې له ځاے سره نزدې چاودنه کښې څوارلس تنه وژل شوي او اولس نور ژوبل شوي وو او داعش ترهه ګرې ډلې يې ذمه واري په غاړه اخېستې وه.