عراقچي: د ایران او د عراق اړیکې استراتیژیکې او ژورې دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i175336-عراقچي_د_ایران_او_د_عراق_اړیکې_استراتیژیکې_او_ژورې_دي
پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر له خپل عراقي سیال سره په ټلفوني خبرو کې، جوته کړه: د تهران او بغداد ارزښناکې اړیکې باید د ځینو شخصي او غیررسمي خبرو څخه اغېزمن نه شي.
(last modified 2026-07-19T08:21:28+00:00 )
Jul 19, 2026 12:33 Asia/Kabul
  • د ایران او عراق اړیکې
    د ایران او عراق اړیکې

پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر له خپل عراقي سیال سره په ټلفوني خبرو کې، جوته کړه: د تهران او بغداد ارزښناکې اړیکې باید د ځینو شخصي او غیررسمي خبرو څخه اغېزمن نه شي.

د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د عراق د بهرنیو چارو وزیر فؤاد حسین د شنبې په ماښام په یوې ټلیفوني اړیکه کې، پر ایران د امریکا له پوځي یرغل، د واشنګټن له لوري د اسلام‌آباد د تفاهم‌لیک د مادو له پرله‌پسې نقض، او د دغو اقداماتو په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت د غبرګون په تعقیب د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې او د نظر تبادله وکړه.

عراقچي په دې ټلیفوني خبرو کې د ایران د اسلامي جمهوریت او د عراق د جمهوریت اړیکې ژورې ، ستراتیژیکې او د دواړو ولسونو د تاریخي، کلتوري، دیني اړیکو او ګډو ګټو پر بنسټ ولاړې وبللې.

هغه ټینګار وکړ چې دغه ارزښتناکې اړیکې باید د ځینو شخصي او غیر رسمي څرګندونو تر اغېز لاندې رانشي. نوموړي زیاته کړه چې ایران د متقابل درناوي، ښه ګاونډیتوب او له عراق دولت او ملت سره د اړیکو پر لا پراختیا ټینګار لري.

دواړو لورو په دې ټلیفوني خبرو کې د روانو تحولاتو او د سیمې په امنیت او ثبات باندې د دې پېښو د اثراتو په اړه هم بحث وکړ او د تاوتریخوالي د لا زیاتېدو د مخنیوي او د سیمه‌ییزې سولې او امنیت د ساتنې لپاره د دوه‌اړخیزو سلا مشورو او همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ.