دافغان طالبانو ډلې مشری لاهم بهرنیان کوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i73250-دافغان_طالبانو_ډلې_مشری_لاهم_بهرنیان_کوی
د افغانستان د سولې د عالی شورا مرستیال ښاغلی اوچقون د طالبانوډلې د مشر د دې ټینګار په اړه چې امریکا دې له دوی سره مستقیمې خبرې وکړی وایی:دا د دې ښودنه کوی ، چې دوی اوس هم د بهرنیو له‎خوا هدایت کېږی او دوی په نیغ په نیغه خپله فیصله نه‎شی کولای .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 13, 2018 07:29 Asia/Kabul
  • دافغان طالبانو ډلې مشری لاهم بهرنیان کوی

د افغانستان د سولې د عالی شورا مرستیال ښاغلی اوچقون د طالبانوډلې د مشر د دې ټینګار په اړه چې امریکا دې له دوی سره مستقیمې خبرې وکړی وایی:دا د دې ښودنه کوی ، چې دوی اوس هم د بهرنیو له‎خوا هدایت کېږی او دوی په نیغ په نیغه خپله فیصله نه‎شی کولای .

زمونږخبریال  د  افغان خبری  سرچینو له قوله راپورراکړ د افغانستان د سولې عالی شورا مرستیال مولوی عبدالخبیر اوچقون پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، د وسلهوالو طالبانو د مشر ملا هبتا.... اخوندزاده د کوچنی اختر په مناسبت  په پیغام  کې د افغان حکومت پر ځای له امریکا سره پر مستقیمو خبرو ټینګار د  دې ښودنه کوی  چې پر طالبانو  هماغه راز د بهرنیانو مشری  ده .

اوچقون وئیلی دی ،واقعاً که امریکایی چارواکی د افغانستان د شخړې  په سولهییز حل باور لری، نو باید نیغ په نیغه دې  دخبرواترو میز ته کینی ،،څو د نیواک دغه غمیزه چې زیاتره تاوانونه ئې  د افغانستان او امریکا ولسونو ته رسېږی، د خبرو له لارې حل شی."

د افغانستان د سولې د  عالی شورا مرستیال ښاغلی اوچقون د طالبانوډلې د  مشر د دې ټینګار په اړه چې امریکا دې له دوی سره مستقیمې خبرې وکړی وایی:دا د دې ښودنه کوی ، چې دوی اوس هم د بهرنیو لهخوا هدایت کېږی او دوی په نیغ په نیغه  خپله فیصله  نهشی کولای . په تېرو ۱۷ کلونو کې څرګنده شوې ده، کله هم دوی سولې ته ګروهمن  شوی دی، د هغه هېواد لهخوا چې ملاتړ ئې کوی د سولې هڅې له مینځه وړل شوی دی  . اوچغون په عین حال کې ټینګار کړی،افغانستان پر اساسی قانون ولاړ د یو اسلامی حکومت  لرونکی دی او طالبانو ته پهکار ده چې د سولې په برخه کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی لهخوا  هر اړخیز وړاندیزدې  ومنی او نوره دې له شخړو او جګړو لاس په سر شی .