دافغانتسان دشخړې حل دبهرنیو عسکروپه وتلوسره ممکن دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i73422-دافغانتسان_دشخړې_حل_دبهرنیو_عسکروپه_وتلوسره_ممکن_دی
کرزی زیاته کړې ، په الیکټرانیکی پیژندپآڼو کې د درج شوی محتوا په سر په خلکو کې هیڅ شخړه نشته او یوازې دولسمشرۍ د ماڼۍ او داجرائی حکومت مشری پخپلو کې سره اختلافات لری .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 16, 2018 09:20 Asia/Kabul
  • دافغانتسان دشخړې حل دبهرنیو عسکروپه وتلوسره ممکن دی

کرزی زیاته کړې ، په الیکټرانیکی پیژندپآڼو کې د درج شوی محتوا په سر په خلکو کې هیڅ شخړه نشته او یوازې دولسمشرۍ د ماڼۍ او داجرائی حکومت مشری پخپلو کې سره اختلافات لری .

تسنیم خبری آژانس راپورورکړی ،  د افغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزی  په یولړڅرګندونو کې  په ډاګه کړې ، دافغان حکومت او طالبانو ترمینځ  د  سولې خبرې اترې  له دغه هیواده د بهرنیو عسکرو د وتلو زمینه برابرولی شی .

حامد کرزی   دنیکمرغه کوچنی اختر په شپو ورځو کې  دملی وحدت له حکومت سره  د طالبانو ډلې د درې ورځنی اووربند  داجراکیدا په هرکلی سره  د دواړو خواؤ ترمینځ  د اوور د نیټې دتمدیدیدا  غوښتنه وکړه .  هغه  دخپلو څرګندونو په بلې  برخې کې  دالیکټرانیکی پیژندپاڼو  د ویشلو  دبهیر  په باب د  ملی وحدت حکومت د  چارواکو ترمینځ  په اختلافاتو پسې وروستیو ترینګلتیاؤ ته په اشارې سره  ووئیل ،  دغه بهیر سیاسی شوی دی او  دافغانستان  د داخلی اختلافاتو په رامینځةکولو کې د لویدیځوالو  رول ښکاره شوی دی .

 کرزی زیاته کړې ،  په   الیکټرانیکی پیژندپآڼو کې  د  درج شوی محتوا  په سر په خلکو کې هیڅ شخړه نشته   او  یوازې  دولسمشرۍ د ماڼۍ او  داجرائی حکومت مشری  پخپلو کې سره اختلافات لری .

  د افغانستان د   ولسی جرګې د استازو له خوا په نوو پیژندپاڼو کې د قومیت  د درجولو  له ردیدا سره سره   ددغې چارې لپاره  دافغانستان  د ولسمشر  اشرف غنی  حکم  د مشرانو اوولسی جرګې   داستازو په ګډ کمیشن کې تصویب شو .  همداراز   د ښاریزو دملیّت   په توګه  په الیکټرانیکی پیژندپاڼو کې د افغان  کلمې   درجول ،  یوه جنجال  رامینځةکونکی  مورد دی او ډیری  د افغان کلمې یا ټکی په ځای  د خپلو قومونو دنامې  دلیکلو غوښتونکی دی .

 ټاکل شوې ده . دافغانستان د پارلیمانی او ولایتی شوراګانو  عمومی انتخابات د  راتلونکی اکتوبر میاشت  په شلمه نیټه ترسره شی .