اروپائی اتحادیه په افغانستان کې داووربند بشپړملاتړکوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i73484-اروپائی_اتحادیه_په_افغانستان_کې_داووربند_بشپړملاتړکوی
د افغانستان ډیری خلکو اوسیاستوالانو د دغه اووربند هرکلی کړی ، خو په دغه جنګ ځپلی هیواد کې ځینو تکفیری ترهه ګرو ډلو بیا هم د افغانانو اختر په وینو ککړ کړی اوپرون ئې یو ځل بیا د اوور بند په سیوری کې داختر دخوشالیانو دلمانځونکو په مینځ کې په جنایت سره دسلګونو بې ګناه عامو خلکو وینه توی کړې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 17, 2018 11:09 Asia/Kabul
  • اروپائی اتحادیه په افغانستان کې داووربند بشپړملاتړکوی

د افغانستان ډیری خلکو اوسیاستوالانو د دغه اووربند هرکلی کړی ، خو په دغه جنګ ځپلی هیواد کې ځینو تکفیری ترهه ګرو ډلو بیا هم د افغانانو اختر په وینو ککړ کړی اوپرون ئې یو ځل بیا د اوور بند په سیوری کې داختر دخوشالیانو دلمانځونکو په مینځ کې په جنایت سره دسلګونو بې ګناه عامو خلکو وینه توی کړې ده .

 ایرناخبری  اژانس راپور  ورکړی ، داروپائی اتحادئې  دبهرنی سیاست مسئولې میرمن فډریکا موګرینی د نیکمرغه وړوکی اختر  په مناسبت  د  افغانستان دحکومت اوطالبانوډلې  ترمینځ  داوور بند په غبرګون کې  نن دیوې اعلامیې په  خپرولو سره  وئیلی دی ،  دافغانستان ولس د تل پاتې سولې حقدار دی .

 په دغې اعلامیې کې راغلی دی ، اروپائی اتحادیه  دواړه لوری  خپلو ژمنوته  پابندۍ ته وربولی .

 داپه داسې حال کې دی چې دافغانستان دحکومت له خوا له طالبانوسره  شوی  اوه ورځنی اوور بندتمدید شوی،خو دطالبانو ځینو مسئولانو وئیلی دی نیّت نه لری له  اختر درو ورځو وروسته  له  افغان حکومت سره  اوور بند ته دوام ورکړی .  په عین حال کې د افغانستان ډیری خلکو اوسیاستوالانو د دغه اووربند هرکلی کړی ، خو  په دغه جنګ ځپلی هیواد کې  ځینو تکفیری ترهه ګرو ډلو بیا هم  د افغانانو اختر په وینو ککړ کړی اوپرون ئې یو ځل بیا  د اوور بند په سیوری کې  داختر دخوشالیانو دلمانځونکو په مینځ  کې په جنایت سره دسلګونو    بې ګناه  عامو  خلکو وینه توی کړې ده .