دافغانستان امنیتی پلاوی د پاکستان له چارواکو سره خبرې کړی دی
-
د پاکستان د امنیتي اداري له چارواکو سره لیدنې او بحثونه مثبت او رغنده وو.
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان لوړپوړی امنیتی پلاوی د پاکستان له امنیتی چارواکو سره د عمل پلان پر تطبیق خبرې کړې دی.
د افغانستان د ملی امنیت شورا له دفتر څخه په یوې (۱) خبرپاڼه کې راغلی چې د ملی امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ لوړپوړی امنیتی پلاوی چې د ملی امنیت عمومی مشر معصوم ستانکزی او د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک په کې شامل وو، پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د نوموړی هېواد د جاسوسۍ ادارې ایی ایی ایی (ISI) له لوړپوړو مسوولینو سره د سولې او پیوستون په موخه د افغانستان او پاکستان د عمل پلان پر تطبیق خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې پاکستان ته د افغان امنیتی پلاوی سفر افغانستان ته د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د سفر او له ولسمشر اشرف غنی سره د نوموړی د لیدنې او بحثونو په تعقیب، هغه هېواد ته تر سره شو.
خبر پاڼه زیاتوی د دې سفر هدف له نېکمرغه کوچنی اختر وروسته د سولې او پیوستون په خاطر د افغانستان او پاکستان د عمل پلان تطبیق و، د دې پلان په تطبیق سره به په افغانستان او د ډیورڼد د فرضی کرښې په اوږدو کې تاوتریخوالی کمیږی او د سولې او پخلاینې لپاره به زمینه مساعده شی.
خبر پاڼه وایی د پاکستان د امنیتی اداری له چارواکو سره لیدنې او بحثونه مثبت او رغنده وو.