دافغانستان ددینی عالمانو تکفیری ترهه ګرقاتلان دې سزاشی
ډیری شناندی اوکارپوهان وائی په همدارووستیو کې په افغانستان کې تکفیری داعشی ترهه ګرو د دغه هیواد پر خلکو ژوند تریخ کړی او داسې کومه ورځ نشته چې د دغو وحشی ډوله تکفیریانو په لاس دیو شمیر کسانو جنازې اوچتې نشی .
زمونږوخبریال له کابله راپورراکړ د افغانستان د هرات ښار اوسیدونکو د دغه ښار د ولایت ددفتر په وړاندې په یوه دینی عالم جعفر توکلی د وحشی ترهه ګرو په حملې په اعتراض کې نن مظاهره وکړه .
راپورښئ ، دهرات ښار اوسیدونکو د دغه جنایت په محکومولو سره چې ستر دینی عالم جعفر توکلی د شهادت لامل شوی، د افغانستان له حکومتی چارواکو غوښتی دی ، د دغه جنایت وحشی ډوله عاملان دې وپیژنی او سخته سزا دې ورکړی .
د هرات دغو پاریدلو خلکو د هرات ښار د دینی عالمانو اوجوماتونو دامنیت تامینیدا ته د ځای مسئولانو دلازیات پام په ضرورت ټینګار کړی دی .
حجةالاسلام و المسلمین جعفر توکلی بیګا شپې له لمانځه وروسته دکور په لور روان ؤ چې مخ پټو ترهه ګرو په ډزو شهید کړ .
د هرات ځای چارواکو وئیلی دی ،دوه موټر سائیکل سوارۀ د دغه دینی عالم باندې له ډزو کولو وروسته له هغه ځایه تښتیدلی دی .
دخبر ترمخابیره کیدا پورې د دغه دینی عالم دترور پړه چا په غاړه نه ده اخستې ، خو ډیری شناندی اوکارپوهان وائی په همدارووستیو کې په افغانستان کې تکفیری داعشی ترهه ګرو د دغه هیواد پر خلکو ژوند تریخ کړی او داسې کومه ورځ نشته چې د دغو وحشی ډوله تکفیریانو په لاس دیو شمیر کسانو جنازې اوچتې نشی .