دهرات ددینی عالم شهادت سترجنایت اونه بخښونکی عمل دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i73834-دهرات_ددینی_عالم_شهادت_سترجنایت_اونه_بخښونکی_عمل_دی
دالومړنی ځل نه دی چې د افغانستان دیوه دینی عالم وینه تویږی له دې مخکې هم په جوماتونو او مذهبی ځایونو کې د لسګونو دینی عالمانو او روژتیانو وینه توی کړائ شی او د دغه شان جنایتونو پړه هم تکفیری داعشی ترهه ګرو په غاړه اخستې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 23, 2018 10:51 Asia/Kabul
  • دهرات ددینی عالم شهادت سترجنایت اونه بخښونکی عمل دی

دالومړنی ځل نه دی چې د افغانستان دیوه دینی عالم وینه تویږی له دې مخکې هم په جوماتونو او مذهبی ځایونو کې د لسګونو دینی عالمانو او روژتیانو وینه توی کړائ شی او د دغه شان جنایتونو پړه هم تکفیری داعشی ترهه ګرو په غاړه اخستې ده .

 ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی دی ،  د افغانستان ولسمشر اشر ف غنی     په یولړ څرګندونو کې  په  هرات کې داهل تشیع دیوه ستر دینی عالم  ترور  یو نه بخښونکی  عمل اوستر جنایت بللی او  وئیلی ئې دی ،  ددینی عالمانو  ترور کول  په یوه دین او مذهب کې  هم دتوجیه وړ نه دی او   داسلامی اوا نسانی ارزښتونو  په خلاف اقدام دی .

  هغه  حجةالاسلام  جعفر توکلی یو غوره او تکړه دینی عالم بللی او زیاته ئې کړې ده ،  هغه  داسلام دپاک دین  د دستوراتو   په تبلیغ او  ددینی مسئلو  په دودولو کې  ډیرې زیاتې هلې ځلې کړی دی .

 دافغانستان ولسمشر   له امنیتی مسئولانو غوښتی دی ،  د دغه غیر ا نسانی اووحشی ډوله اقدام  عاملان دې  سملاسی  وپیژنی او ویئ نیسی .