افغانستان د امریکا دنوو وسلو ازمیښت ځاي(ریډیوئي تحلیل)
افغانستان پر یوه خورا ناکراره او دنشه ایزو موادو پرخورا ستر تولیدونکی هیواد سربیره ، د امریکا په اتلس کلن پوځی شتون کې ، د دغه نیواکګر هیواد دنوو وسلو په یوه ستر آزمیښت ځای یا لابراتوار بدل شوی دی .
زمونږخبریال هم راپور راکوی ، د امریکا سټارز ا ینډ سټریپز ورځپاڼې لیکلی دی ، امریکا په افغانستان کې خپلې نوی وسلې آزموی. دغې ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، امریکا خپلو پوځونو ته د نوو وسلو ټرینینګ ورکوی . په دغو وسلو کې له داسې میرمیو استفاده کیږی چې ټارګټ شوی کس پرې وژل کیږی نه ،بلکې د میرمی په لګیدو سره ، ورځینی ګیس تولیدیږی او ټارګټ شوی کس ورسره بې خوده کیږی .
د دغه راپور په دوام کې وئیل شوی دی ، په دغو میرمیو کې له داسې کیمیائی موادواستفاده شوې ده چې د طبی او روغتیائی چارو کارپیژاندی ئې د سرطان پشمول دخطرنکو ناروغیو دخوریدا لامل ګڼی او له بده مرغه له امریکا سره دامنیتی تړون لاسلیک کیدا،په افغانستان کې نه یوازې جنګ ،او دمرګ ژوبلو شمیر څو چنده زیات کړی دی ،بلکې افغانستان ئې د امریکا له خوا د جنګی تجهیزاتو د تجروبو په یوه ستر لابراتوار یا آزمیښت ځای هم بدل کړی دی . دامریکا دولسمشر مرستیال مائیک پنس دافغانستان دننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د غیر ایټمی بمونو دمور بم څخه له استفادې وروسته ، چې په ۱۳۹۵لمریز کال ئې ورځینی استفاده شوی وه وئیلی وو ،مونږ له دغه بمه په استفادې سره شمالی کوریا ته هم پیغام ورکوو، دوی له هماغه وخته راپورونه هم خپرۀ کړل چې د طبیعی جوړښت له پلوه د اچین ولسوالۍ نقشه دشمالی کوریا جغرافیائې ته ډ یره ورته ده.که په افغانستان کې دسرطانی ناروغیو سویه له تیرو کلونو سره پرتله شی ، نو وبه ښئ چې په افغانستان کې ژوند او ژواک چاپیریال له جدی خطرو سره مخامخ دی.دا چې پخپله امریکائی قوماندان په ویاړ سره دا اعلان کوی ، چې په تیر یوه کال کې ئې په افغانستان کې له څلور زره بمونو استفاده کړې ده ، او که په هغو کې کمییائی وسلې هم وراضافه شی چې د نړیوالو قوانینو په اساس ورځینی استفاده منع ده،نو طبیعی خبره ده چې افغانستان به په یوې کنډوالې او قبرستان بدل شی .
د افغانستان د سټراټژیکو څیړنو دمرکز د مشرغلام جیلانی ځواک په وینا ،چې له تهران ریډیو سره ئې خبرې کولې ،دافغانستان ولسمشر چې د امریکا د وخت د خارجه وزیر جان کری د نُسخې په اساس د ولسمشرۍ څوکۍ ته رسیدلی ، او د سوګند له پورته کولو یوه ورځ وروسته ئې له امریکا سره دامنیتی تړون په لاسلیک کولو سره ، دافغانستان د ولس په حق کې یوه نه بخښونکی اوستره جفا کړې ده ، او هیڅ یو وجدان لرونکی انسان ئې نشی منلی . پر دې اساس طبیعی خبره ده چې دافغانستان د ملی وحدت حکومت لوړپوړی چارواکی هم دامریکا په درستو جنایتونو او وحشتونو کې ورسره شریک دی . اوس چې د ملی پارلیمان او حکومتی اورګانونو په سویه دغه بحثونه مطرح شوی دی ، چې امنیتی تړون دافغانستان لپاره نور له بدبختۍ او وژلو پرته بل هیڅ ګټه نه لری ، اوس دا ضروری ده چې د ښاغلی ځواک په وینا په امنیتی تړون باید بیا کتنه وشی او که دامریکا وحشت خورول او جنایتونه دوام ومومی، او ملت ویښ او راپورته نشی ،نو په داسې بڼه کې به هماغه راز د امریکا دموخو قربانی وی .که د افغانستان پارلیمان، سیاسی ګوندونه او ډلې ټپلې او مدنی اورګانونه دخپل هیواد دراتلونکی په نسبت اندیښمن وی ، نو حتما دې په دې فکر وکړی ، چې له امریکا سره په درستو معاملو دې بیا کتنه وکړی ، چې دا، دافغانستان او دهغه دملت له بقاء سره اړه لری .
(لیکوال : عاشق حسین طوری )