انګریز خارجه وزیر له ولسمشر غني سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i74024-انګریز_خارجه_وزیر_له_ولسمشر_غني_سره_وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن غرمه دبرتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن په ارګ کې خپل حضور ته ومانه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 26, 2018 08:40 Asia/Kabul
  • انګریز خارجه وزیر له ولسمشر غني سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن غرمه دبرتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن په ارګ کې خپل حضور ته ومانه.

په دغه کتنه کې دواړو لورو د اوربند، د سولې پروسې، ترهګرۍ سره د مبارزې، د سیمې هېوادونو د همکاریو او د اسیا په ځانګړي ډول د جنوبي او مرکزي اسیا اقتصادي وده کې د افغانستان د ظرفیت او رول په اړه بحث او خبرې وکړې.د برتانیاد بهرنیو چارو وزیر د خپل حکومت او خلکو په استازیتوب جمهور رئیس او د افغانستان خلکو ته د اوربند د مبارکۍ ترڅنګ د هغه هرکلی او ملاتړ وکړ. هغه زیاته کړه، هېواد یې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی.نوموړي د جمهور رئیس د مدبرانه مدیریت د قدرداني ترڅنګ ژمنه وکړه چې برتانیا له افغانستان سره په ملکي او نظامي برخو کې خپلې همکارۍ ته ادامه ورکوي او همدارنګه د اوربند او د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې پروسې هر اړخیز ملاتړ کوي.جمهور رئیس د اوربند، سولې پروسې او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د برتانیا د خلکو او حکومت د هر اړخیز ملاتړ قدرداني وکړه او همدارنګه یې په نړۍ او سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د دوی رول مهم وباله.