له طالبانوسره هرچرته وی روغې جوړې ته تیاریوو
اشرف غنی دغه راز د سولې عالی شورا له مشر او استازو څخه د سولې لپاره د یوې روښآنه نقشې د برابرولو او په دې برخه کې د ارزښتناکو هلو ځلوپه خاطر مننه وکړه او وې ویل، نن ټول ملت په لوړ او مصمم غږ سره سوله غواړی ، د افغانستان د علماو د متفقې فتوا په اساس مو اوربند وکړ، ځکه مونږ تل عالمانو ته درناوی لرو، غږ ته یې لبیک وایوو او په لارښوونو یې عمل کوو.
زمونږخبریال راپورراکړ دافغانستان ولسمشراشرف غنی پرون ناوخته په کابل کې د افغانستان د عالمانو دشورا او دسولې دعالی شورا دغړو په ټول کې وئیلی دی ،د کابل حکومت تیار دی ، له طالبانو ډلې سره په هرې سیمې کې چې وی ،دوی تیار دی ، دجنګ دختمیدا لپاره ورسره خبرې اترې وکړی .
هغه پر طالبانو غږ کړی ، دافغانستان حکومت همداراز حاضر دی ، له افغانستانه دامریکا په قوماندانۍ دبهرنیو عسکرو د وتلو په باب د دغې ډلې دغوښتنې په باب هم ورسره خبرې وکړی .
اشرف غنی دغه راز د سولې عالی شورا له مشر او استازو څخه د سولې لپاره د یوې روښآنه نقشې د برابرولو او په دې برخه کې د ارزښتناکو هلو ځلوپه خاطر مننه وکړه او وې ویل، نن ټول ملت په لوړ او مصمم غږ سره سوله غواړی ، د افغانستان د علماو د متفقې فتوا په اساس مو اوربند وکړ، ځکه مونږ تل عالمانو ته درناوی لرو، غږ ته یې لبیک وایوو او په لارښوونو یې عمل کوو. هغه زیاته کړه، د علماو فتوا د علماو او د ملت د خودجوشه ارادې ښکارندویه وه.
په دغې غونډې کې د افغانستان د عالی شورا مشر محمدکریم خلیلی هم پخپلې وینا کې ووئیل ولس له جنګ جګړو ستړی شوی دی او سوله اوثبات غواړی .
دافغانستان چارواکو په کرتو له طالبانو ډلې سره د روغې جوړې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی ، خو طالبانو ډلې دغه ډول خبرې اترې له دغه هیواده د بهرنیو نیواکګرو له وتلو سره تړلی دی .