سوله او دجنگ غواړوله خوا ئې دتامینیدا تشې ډنډورې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i74147-سوله_او_دجنگ_غواړوله_خوا_ئې_دتامینیدا_تشې_ډنډورې
دافغانستان ولس دوه لارې په وړاندې لری،یا باید دجنګ ځپلی هیواد له ختیځه تر لویدیځه او له شماله تر جنوبه پورې ټوله سره یو موټی شی پښتون، تاجیک، ازبک او هزاره سره یو شی او یوه بل ته د ورورولۍ لاسونه ورکړی او پخپلې خاورې کې د پردیو دجنګ د دوام مخنیوی وکړی او یا هم تدریجی مرګ ته تیار شی .
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Jun 28, 2018 15:04 Asia/Kabul
  • سوله او دجنگ غواړوله خوا ئې دتامینیدا تشې  ډنډورې

دافغانستان ولس دوه لارې په وړاندې لری،یا باید دجنګ ځپلی هیواد له ختیځه تر لویدیځه او له شماله تر جنوبه پورې ټوله سره یو موټی شی پښتون، تاجیک، ازبک او هزاره سره یو شی او یوه بل ته د ورورولۍ لاسونه ورکړی او پخپلې خاورې کې د پردیو دجنګ د دوام مخنیوی وکړی او یا هم تدریجی مرګ ته تیار شی .

 دافغانستان مظلوم ولس  چې  پخپل هیواد  کې  د سولې اوامنیت ډیر زیات تږی دی ،له هغو هیوادونو  چې  په افغانستان کې د جنګ راپورته کونکی  او پراخونکی دی ،غواړی ، دوی دې پوه شی ، چې یوازې  افغانستان ولس دی ، چې پخپله  په ملی وحدت ا و یوزړتوب سره  د دښمنانو دسیسې شنډولی شی .

زمونږخبریال هم راپور راکوی ،هر انسان  حتی که  اشرار هم وی او  هرهویّت لری ،  سوله ستائی . په همدې دلیل  نشی وئیلی چې سوله نه غواړی .  خو له بده مرغه  د افغانستان اوسنی وضعیّت داسې دی ، چې  ډیر داسې شته  چې په دغه  هیواد کې  جنګ او شخړې غواړی ، طالبان جنګ کول غواړی ، داعشیان  هم جنګ اوشخړې غواړی ، امریکا او ناټو هم دجنګ له لارې  دخپل شتون دوام غواړی ، دافغانستان ځینی ګاونډی هیوادونه هم چې   له امریکا سره غږمله دی ،  ترینګلتیاوې خوښوی ، دسیمې ځینی هیوادونه  چې بیا ئې  دافغانستان  له حالاتو دناسمې استفادې سره  لیوالتیا پیدا کړې ، تورتم اوشخړې غواړی ، او یوازې دافغانستان مظلوم ولس دی ، چې  سوله او ثبات غواړی .  خو له بده مرغه  دغه ولس  اوس  له هغو کسانو او له هغو هیوادونو سوله غواړی ، چې  شیطان صفته ، دافغانانو د وینو تږی او  دجنګ اوترینګلتیاؤ عاملان دی .  دافغانستان جنګ  یو نیابتی  او استخباراتی   جنګ دی  چې د پردیو د ګټو دتامینیدا او  ساتنې لپاره پر افغانانو تپل شوی دی ، او که  د افغانستان میړنی ملت په یوه خولۀ د دغه جنګ په ضد راپورته نشی ، نو   نور    چې  د دغه جنګ  راپنځونکی اولامل شوی ،  اصلا  نه غواړی  دغه جنګ ختم شی .

ډیری شناندی اوکارپوهان وائی،دافغانستان ولس  دوه لارې په وړاندې لری،یا باید  دجنګ ځپلی هیواد له  ختیځه تر لویدیځه او له شماله تر جنوبه پورې ټوله  سره یو موټی شی  پښتون، تاجیک،  ازبک او هزاره سره یو شی  او یوه بل ته   د ورورولۍ لاسونه ورکړی  او پخپلې خاورې کې  د پردیو دجنګ د دوام  مخنیوی وکړی  او یا هم تدریجی مرګ ته تیار شی . نو دغه شناندی او کارپوهان دا پوښتنه مطرح کوی ، چې آیا دا تدریجی مرګ نه دی ،  چې له هغو  هیوادونو سوله وغوښتل شی ، چې  که   ئې غوښتلی ،نو  د دغه هیواد جنګ جګړې او وینو بهیدا به تر اولسو کلونو پورې دوام  کړئ وائ .؟  د رڼا ورځې په شان روښانه ده چې  په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳کلونو کې  دافغانستان جنګ دختمیدا په حال کې ؤ  ،خو امریکا چې  پخپلو سپیرو موخو سره ئې  له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه په افغانستان لښکر کشی  کړې وه ،  په افغانستان کې ئې  د جنګ دوام ته اړتیا درلوده  او طالبان چې  نور ئې  نیّت درلود خپله ماته ومنی ،  خو امریکا او ورسره ځینو غږمله هیوادونو، دوی دپاکستان  قبایلی سیمو ته منتقل کړل  او  هلته ئې  د ستومانه کونکی  او چریکی جنګونو لپاره  وروزل . البته  امریکا تر دې دمه  دافغانستان او پاکستان  دحکومتونو په مرستې سره  په دوو دلیلونو  له طالبانو سره  دسولې شعار ورکوی  . لومړی دا چې  طالبان څو کاله مخکې  خپله جنګی سټراټژی  یوازې  له افغانستانه دبهرنیو عسکرو  شړل  اعلان کړی  او وئیلی ئې وو ، چې  له افغانستانه بهر  هیڅ پروګرام نه لری، چې دغه اعلان د امریکا  دجنګی سټراټژۍ  خلاف ؤ .  دوهم دا چې ، دطالبانو په نامې سره جنګی  پروژه  ډیره زاړه شوې د ه  او  هم غواړی ،  نړیوالو ته وروښئ  چې  طالبان ئې سوله ته اړباسلی دی ، خو   په افغانستان کې اصلی موخه سوله نه ده ،  بلکې  اصلی موخه ئې  له طالبانو څخه   داعشیانو ته د جنګ  دحالت بدلول دی  او کله چې طالبانو   اعلان کړی ، نور  له افغانستانه بهر هیڅ پرورګرام نه لری ، ،نو له  هماغه وخته  ئې په افغانستان کې د داعش ډلې  بحث  مطرح کړی دی . دطالبانو په ځینومشرانو کې ئې اختلافات راپورته  کړی ، او  دهلمند  د ملا عبدالرؤف  خادم په څیر  ځینو  دداعش بیرغ پورته  کړ .  لکه څنګه چې په تیرو څلورو کلونو کې ولیدل شول  چې  د افغانستان د ولسی جرګې  د یوه تکړه غړی  جاجی ظاهر قدیر پشمول ځینو  نورو  غړو  په وینا،  داعشی تکفیریان   دبهرنیو چورلکو  او الوتکو په وسیله دافغانستان له یوه ځایه بل ځای ته منتقل  کیدل  او طالبان هم  چې  په سر کې ئې  په افغانستان کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې شتون دروغ بالۀ،  اوس  دوی هم  په افغانستان کې د داعشیانو په شتون  اعتراف کوی .

 دافغانستان د طالبانو یوه ویندوی ذبیح ا... مجاهد له تهران ریډیو سره په ټیلیفونی تماس کې  په افغانستان کې د داعش د شتون په تائیدولوسره وئیلی دی  ،  چې  د داعش فتنه   امریکا   دخپلو سپیروموخو د پوره کولو لپاره راپنځولې ده .  دهغه په وینا،  د طالبانو او داعشیانو  ترمینځ  په جنګونو کې  امریکا د داعشیانو مرسته  کوی  او  د طالبانو پر مورچلو بمبارۍ کوی څو امریکا  له یوې خوا  له داعش سره  دمبارزې په پلمه  په افغانستان کې د  خپل شتون لپاره  توجیه ولرل شی  او له بلې خوا   دافغانستان په ګاونډ کې  خپل ټارګټ کونکی هیوادونه   هم د داعش ډلې په وسیله ناکراره کړی . نو ډ یری شناندی اوکارپوهان وائی  ،باید  دافغانستان ولس دې پوه شی ، پر هغو هیوادونو چې  دافغانستان د جنګ  پنځونکی او پراخونکی دی  او باؤر ونه کړی  او پخپله دې  ویش شی  او راپورته دې شی  او دامریکا  خطرناکې دسیسې دې  شنډې کړی .

(لیکوال عایشق حسین  طوری