دسولې په بهیر کې ددرستو افغانانوغوره رول د وخت ضرورت دی
د افغانستان د سولې دعالی شورا ویندوی ووئیل ، دغې شورا په همداوروستیو کې خپل تمرکز ولایتونو او حتی ولسوالیو ته منتقل کړی دی ،څو ولس پوهه شی چې دافغانستان په هرې سیمې کې دمینځګړیتوب لپاره دسولې سفیران دیره دی .
دافغانستان د سولې دعالی شورا ویندوی احسان طاهری له آناتولی خبری آژانس سره په خبرو کې ټینګار کړی ، له کابل حکومت سره د طالبانو وروستی اووربند دسولې دخبرواترو دپیلیدا احتمال زیات کړی دی او له دغې فیصلې د افغانانو ملاتړ هم د جنګ دختمیدا ځیری ورکوی .
هغه وئیلی دی هیڅوک د سولې دټینګیدا او دشخړو اوجنګ جګړو دختمولو لپاره د دغه هیواد د ولس دزیاتیدونکی غوښتنې پّ مقابل کې نشی دریدلی .
احسان طاهری زیاته کړې ، دافغانستان دسولې عالی شورا له طالبانو غواړی ، د ولس د سوله غواړی چغې ته دې داحترام په سترګه وګوری او زر ترزره دې اوور بند تمدید او دافغانستان له حکومت سره د ې د نیغ په نیغه خبرواترو لپاره چمتووالی اعلان کړی .
د افغانستان د سولې دعالی شورا ویندوی ووئیل ، دغې شورا په همداوروستیو کې خپل تمرکز ولایتونو او حتی ولسوالیو ته منتقل کړی دی ،څو ولس پوهه شی چې دافغانستان په هرې سیمې کې دمینځګړیتوب لپاره دسولې سفیران دیره دی .
طاهری روښانه کړې ده ، سوله یوازې د افغانستان د ولس په رهبرۍ اومالکیّت سره پوره کیدلی شی .
داپه داسې حال کې دی چې دطالبانو یوه ویندوی ذبیح ا... مجاهد په همداوروستیو کې د دې خبرې په کولو سره چې دافغانستان ولس پخبل هیواد کې دامریکا لاسوهنې نه زغمی وئیلی دی تر څو چې افغانستان دبهرنیو عسکرو په تیره بیا دامریکائی عسکرو په نیواک کې وی ، دوی به ا ووربند او دسولې خبرې اترې ونه منی .