د ولسي جرګې د لسو ولایتونو د نوماندانو نوملړ اعلان شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i74253-د_ولسي_جرګې_د_لسو_ولایتونو_د_نوماندانو_نوملړ_اعلان_شو
د ټاکنو خپلواک کمیشن د اتو نورو ولایتونو د نوماندانو لومړنی لېست هم اعلان کړ او د دوو مېرمنو په ګډون لږ تر لږه ۲۱ کسان د نوماندۍ له یاد لېست څخه لرې شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 01, 2018 15:48 Asia/Kabul
  • د ولسي جرګې د لسو ولایتونو د نوماندانو نوملړ اعلان شو

د ټاکنو خپلواک کمیشن د اتو نورو ولایتونو د نوماندانو لومړنی لېست هم اعلان کړ او د دوو مېرمنو په ګډون لږ تر لږه ۲۱ کسان د نوماندۍ له یاد لېست څخه لرې شوي دي.

نن د هرات ، بلخ ، دایکندی ،وردک ، پکتیکا ،پنجشیر ، پروان ، لغمان ، سرپل و کاپیسا ولایتونو د هغو نوماندانو د لومړنی لېست چې په شرایطو نه وو  برابر هم اعلان شو.

د یاد نوملړ له مخې، شپږ تنه له کاپیسا، د دوه مېرمنو په ګډون درې تنه له پروان، درې کسان له پکتیکا، درې کسان له میدان وردګو، دوه کسان له بلخ، دوه کسان له دایکنډي، یو تن له هرات او یو تن له سرپل ولایت څخه د اسنادو د کمښت له امله د ولسي جرګې د نوماندانو له لومړني لېست څخه لرې شوي دي.

 د ولسي جرګې یاد احتمالي نوماندان د دوی د اسنادو د ارزونې پر مهال  د ملاتړ د تکراري کارتونو، له نورو نوماندانو سره شریک ملاتړ کوونکي کارت، له حوزې څخه بېرون د ملاتړ کارت او په فزیکي اسنادو کې د ستونزې د شتون له امله له لومړني لېست څخه لرې شوي دي.

تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمیشن له کابل، بامیانو، اروزګان، نورستان، خوست او کونړ ولایتونو څخه ولسي جرګې ته د نوماندانو لومړنی لېست اعلان کړی و چې د ۱۶ مېرمنو په ګډون د ۷۳ کسانو نومونه د دوی د اسنادو دکمښت له امله له کابل ولایت څخه ولسي جرګې ته د نوماندانو له لومړني لېست څخه لرې شوي دي.