د افغانستان د پارليماني انتخاباتو د نامزدو دريم لېسټ اعلان شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i74282-د_افغانستان_د_پارليماني_انتخاباتو_د_نامزدو_دريم_لېسټ_اعلان_شو
د افغانستان د انتخاباتو کمېشن د دغه هېواد د پينځو نورو ولايتونو د پارلېماني انتخاباتو د نامزدو کسانو لېسټ خپور کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 02, 2018 15:11 Asia/Kabul
  • د افغانستان د پارليماني انتخاباتو د نامزدو دريم لېسټ اعلان شو

د افغانستان د انتخاباتو کمېشن د دغه هېواد د پينځو نورو ولايتونو د پارلېماني انتخاباتو د نامزدو کسانو لېسټ خپور کړ.

د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې په داسې حال کښې چې وړمه ورځ او پرون د اولسو ولايتونو لپاره د افغانستان د پارلېماني انتخاباتو د نامزدو کسانو لېسټونه خپارۀ شوي وو د دغه هېواد د انتخاباتو کمېشن نن هم د دريم ځل لپاره د دغه هېواد د پينځو نورو ولايتونو نوے لېسټ اعلان کړ.

د پينځو ولايتونو پ خپور شوي لېسټ کښې بدخشان، جوزجان، فاريان، سمنګان او زابل ولايتونه شامل دي.

د دغه لېسټ له مخې په دغه لېسټ کښې ۲۳۰ کسان د دغو ولايتونو د پارلېماني انتخاباتو نامزد شول چې پکښې ۱۸۴ تنه سړي او ۴۶ تنه ښځې دي.