په افغانستان کښې د ایټالیايي پوځیانو شمیر کمیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i74319-په_افغانستان_کښې_د_ایټالیايي_پوځیانو_شمیر_کمیږي
د ایټالیا دفاع وزیرې په افغانستان کښې د خپل هیواد د پوځیانو د شمیر د کمولو خبر ورکړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 04, 2018 01:15 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د ایټالیايي پوځیانو شمیر کمیږي

د ایټالیا دفاع وزیرې په افغانستان کښې د خپل هیواد د پوځیانو د شمیر د کمولو خبر ورکړی دی.

تسنیم خبري آژانس لیکلي دي چې د ایټالیا دفاع وزیرې روبرټا پینوتي پرون وویل: په افغانستان کښې د ایټالیا د دیره پوځیانو شمیر له ۹۰۰ څخه ۷۰۰ ته کمیږي.

د ایټالیا دفاع وزیرې په داسې حال کښې په افغانستان کښې د خپلو پوځیانو د شمیر د کمولو خبر ورکړی چې امریکا تل د ناټو له غړو هیوادونو غواړي چې په افغانستا کښې خپل پوځي ګډون لازیات کړي.

په افغانستان کښې موجود ایټالیايي پوځیان د ناټو ځواکونو په چوکاټ کښې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، مشاورې او مرستې دندې په غاړه لري او تراوسه ترې ۴۸ پوځیان د افغانستان په جګړه کښې وژل شوي دي.

نن سبا له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه څه باندې ۱۹ زره بهرني پوځیان د ناټو ځواکونو په چوکاټ کښې په افغانستان کښې دیره دي چې پکښې څه باندې ۱۶ زره امریکايي پوځیان دي.