په عربستان کښې دسولې غونډه نمایشی ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i74552-په_عربستان_کښې_دسولې_غونډه_نمایشی_ده
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د مشرانو جرګې ځینو استازیو په سعودی عربستان کښې د سولې غونډه نمایشی وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 10, 2018 12:56 Asia/Kabul
  • دافغانستان طالبانو ډلې هم په یوې (۱)بیانیې کښې د عربستان  غونډه فرمایشي بللي ده
    دافغانستان طالبانو ډلې هم په یوې (۱)بیانیې کښې د عربستان غونډه فرمایشي بللي ده

تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د مشرانو جرګې ځینو استازیو په سعودی عربستان کښې د سولې غونډه نمایشی وبلله .

د افغانستان په مشرانو جرګې سینا کښې د کاپیسا ولایت استازی محی الدین منصف په سعودی عربستان کښې د دغه هیواد د سولې دغونډې د موضوع په نمایشی بللو سره وویل دغه غونډه په هیواد کښې سوله نشی راوستلی .

دافغانستان په مشرانو جرګې سینا کښې د پکتیا ولایت استازی باز محمد زرمتی هم په دې اړه وویل سعودی عربستان په افغانستان کښې د سولې غوښتونکی نه دی او په دغه هیواد کښې دجنګ د ختمیدا هڅه نه کوی .

دافغانستان طالبانو ډلې هم په یوې (۱)بیانیې کښې د عربستان دغونډې په فرمایشی بللو سره وویل دغه غونډه د امریکا په  حکم او د سعودی عربستان د ال سعود واکمنانو لخوا جوړیږی او  هیڅ  ارزښت نلری .