کابل کښې ځانمرګي برید ۲۲ تنه مړه او ژوبل کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i74726-کابل_کښې_ځانمرګي_برید_۲۲_تنه_مړه_او_ژوبل_کړل
د افغانستان پوليس وايي چې د کابل ښار په ځانمرګي بريد کې تر اوسه ٢٢ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 15, 2018 14:14 Asia/Kabul
  • کابل کښې ځانمرګي برید ۲۲ تنه مړه او ژوبل کړل

د افغانستان پوليس وايي چې د کابل ښار په ځانمرګي بريد کې تر اوسه ٢٢ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پژواک خبري آژانس د خبر له مخې د کابل د پوليسو د ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ وياند حشمت ا... ستانکزي نن وويل  چې دا ځانمرګى بريد نن مازيګر  شاوخوا څلور نيمې بجې شوى دى .

هغه زياته کړه، پلي ځانمرګي بريدګر د کابل ښار د شپږمې حوزې په مربوطاتو کې د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت مخې ته  چې د مامورينو د رخصتۍ وخت و، چاودنه کړې ده.

دى وايي چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ٧ تنه وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي، خو دا نه ده معلومه چې څو تنه يې د وزارت مامورين دي.

د ستانکزي په وينا، په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.