صهیونیست ښارګی مېشتو په الخلیل کې یو جومات ته اور واچاوه
Jul 19, 2026 13:01 Asia/Kabul
-
د صهیونیستانو په وسیله سوځېدلی جومات
پارس تودی- نن سهار وختي صهیونیست ښارګی میشتو د الخلیل په جنوب کې په یوې کلي باندې په برید سره، یوه جومات ته اور واچول.
د صهیونیستي مېشتو یوې ډلې نن یکشنبه سهار د الخلیل ښار په جنوب کې د التوانه پر کلي برید وکړ، د کلي جومات ته یې اور واچاوه او څو کورونو او موټرو ته یې هم زیان واړاوه. ځايي اوسېدونکو اور مړ کړ او بریدګر یې له سیمې وشړل.
په لوېدیځه غاړه کې صهیونیستانو په جوماتونو باندې د برید اوږده مخینه لري. دغه بریدونه ډېری وخت د جوماتونو پر دېوالونو د عبري ژبې د توکمپالو شعارونو له لیکلو سره هم مل وي.
د راپورونو له مخې، صهیونیست ښارګی مېشتو تېر کال لږ تر لږه د لوېدیځې غاړې پر ۴۵ جوماتونو بریدونه کړي دي.