امریکا دافغانستان د جنګ د دوام غوښتونکی ده
-
په افغانستان کښې دداعش ډلې غړو ته پوځي روزنه په خپله دامریکا عسکر ورکوي .
د افغانستان د سیاسی چارو کارپیژاند محمد اکبر وردک له تهران راډیو پښتو خپرونې سره په مرکه کښې وویل امریکا په بیلابیلو پلانونو سره په افغانستان کښې جنګ ته د دوام د ورکولو کوشش کوی .
هغه خبرو اترو ته د طالبانو ډلې د قانع کولو لپاره په سعودی عربستان کښې د ځینو اسلامی هیوادونو د علماو د وروستۍ غونډې ترسره کیدا او له طالبانو سره له خبرو دامریکا د هدفونو په اړه وویل امریکا دې نتیجې ته رسیدلی ده چې نور دطالبانو رول پاې ته رسیدلی دی پردې اساس له دغه ډلې سره د خبرو اترو امکان زیات دی خو ددې ترڅنګ امریکا له مخکې څخه داعش ډله افغانستان ته وروستلی ده او هغه یې پیاوړی کړی هم ده .
په افغانستان کښې دداعش ډلې غړو ته پوځی روزنه په خپله دامریکا عسکر ورکوی .
دافغانستان دغه سیاسی کارپیژاند اکبر وردک وویل دا په افغانستان کښې د جنګ دوهم (۲)پړاو دی یعنی بیا هم د سولې خبرې بې ګټې دی او جنګ به په یوه(۱) بله بڼه په افغانستان کښې دوام ولری .
هغه په دې خبرې ټینګار سره چې امریکا په افغانستان کښې د جنګ دختمولو اراده نلری وویل واشنګټن دداعش ترهګرې ډلې دپروګرام د ماتی په بڼه کښې حتما ځای ناستی پروګرام لری چې په سیمه کښې کړکیچ رامینځته کړی