افغان ولسمشر ته د جنرل دوستم خبردارے
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i74968-افغان_ولسمشر_ته_د_جنرل_دوستم_خبردارے
د افغان ولسمشر وړومبي مرستیال او د جنبش ملي ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوستم پرون ماسپښین ناوخته پلازمېنه کابل ته له رسېدو وروسته د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالی د امنیې قوماندانی پخواني قوماندان د نظام الدین قیصاري د خوشي کولو غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 23, 2018 02:05 Asia/Kabul
  • افغان ولسمشر ته د جنرل دوستم خبردارے

د افغان ولسمشر وړومبي مرستیال او د جنبش ملي ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوستم پرون ماسپښین ناوخته پلازمېنه کابل ته له رسېدو وروسته د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالی د امنیې قوماندانی پخواني قوماندان د نظام الدین قیصاري د خوشي کولو غوښتنه وکړه.

جنرال دوستم همدارنګ افغان حکومت ته خبرداری ورکړ چې که چیرې ولسمشر غني د قوماندان قیصاري د خوشې کولو په اړه د هغه غوښتنه ونه مني نو هغه به یوځل بیا افغانستان پرېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنبش ملي ګوند چارواکو له دې وړاندې ویلی و چې جنرال عبدالرشید دوستم کابل ته ستنېږي او هېواد ته له راګرځېدو وروسته نومړی به د ولسمشر لومړی مرستیال په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.

د یاد ګوند ویاند بشیر احمد تینج دا هم ویلي و چې د نظام الدین قیصاري د خوشي کولو لپاره هلې ځلې به د ولسمشر لومړی مرستیال په لومړیتوبو کې ځای ولري.

نوموړی په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل خو زیاته یې کړه چې د جنبش ملي ګوند پلویان به د وروستيو تحولاتو په وړاندې خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي او د راتلونکو برنامو په اړه به په ګډه پرېکړه وکړي.