په کابل توغنده اي حمله وشوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i75018-په_کابل_توغنده_اي_حمله_وشوه
د کابل د پولیسو په پنځمه ناحیه کې د افشارو په سیمه درې توغندی وغورځېدل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 24, 2018 11:30 Asia/Kabul
  • په کابل توغنده اي حمله وشوه

د کابل د پولیسو په پنځمه ناحیه کې د افشارو په سیمه درې توغندی وغورځېدل.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افشارو په سیمه کښې وړومبی توغندے  د ماسپخین د یوې بجې په شاوخوا کې په یو کور وغورځید.د وړومبي توغندي په چاودنه کې  ۳ تنه عامه وګړي ژوبل شول.همداشان  له وړومبي توغندي نه لس دقیقې وروسته په سیمه دویم توغندے ولګید.د دویم توغندي د لګیدو نه لنډه موده وروسته  دریم  توغندے هم  ولګید.

د کابل د پولیسو په پيښه اعتراف کړے  او ویلي دي چې  تر اوسه پورې  په دویمه او دریمه چاودنه کښې د سرتاوانونو په اړه معلومات نلري. او دا هم  لا معلومه نده چې دا توغندي له کومه ځایه توغول شوي دي.

خو د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وايي، دا توغندي دوه په غره کې لګېدلي او یو په یوه کور لګېدلی دی چې یوازې درې تنه پکې ټپیان شوي دي.

له بلې خوا عیني شاهدان وايي چې په کور لګېدلي توغندي کې اوه تنه ژوبل شوي دي. د برید مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی