طالبانو له امریکا سره نیغ په نیغه خبرې کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i75116-طالبانو_له_امریکا_سره_نیغ_په_نیغه_خبرې_کړی
زمونږخبریال وایی دافغانستان دطالبانو یوه (۱)مهم مشر چې نوم یې نه دی خپور شوی وویل دغه ډلې د صلحې د خبرو لپاره د راتلونکو پلانونو په اړه دامریکا له یوې لوړرتبه چارواکی میرمن الیس ویلز سره د لومړی ځل لپاره په قطر کښې نیغ په نیغه خبرې کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 28, 2018 08:03 Asia/Kabul
  • دافغانستان طالبان له ډیر پخوا راهسې له امریکا سره د نیغ په نیغه خبرو غوښتونکي دي .
    دافغانستان طالبان له ډیر پخوا راهسې له امریکا سره د نیغ په نیغه خبرو غوښتونکي دي .

زمونږخبریال وایی دافغانستان دطالبانو یوه (۱)مهم مشر چې نوم یې نه دی خپور شوی وویل دغه ډلې د صلحې د خبرو لپاره د راتلونکو پلانونو په اړه دامریکا له یوې لوړرتبه چارواکی میرمن الیس ویلز سره د لومړی ځل لپاره په قطر کښې نیغ په نیغه خبرې کړی دی .

د افغانستان دطالبانو دغه مشر نن سهار له ایسوسی ایټیډ پریس (Associated Press)خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل د جنوبی اسیا په چارو کښې دامریکا دبهرنیو چارو د وزیر له مرستیالې میرمن الیس ویلز سره دطالبانو دغه نیغ په نیغه خبرې اترې د واشنګټن د اوږه جنګ د  خمتیدا لپاره د خبرو اترو د پیلولو لپاره یوه (۱)هڅه وه .

دامریکا چارواکو دافغانستان  له طالبانو سره دغه نیغ په نیغه  کتنه نه  تائید کړی او نه یې رد کړی ده .

دافغانستان طالبان له ډیر پخوا راهسې له امریکا سره د نیغ په نیغه خبرو غوښتونکی دی .

د طالبانو  یوه(۱) چارواکی  چې له رسنیو سره د مرکو اجازه نلری په دې شرط چې نوم یې خپور نشی وویل دافغانستان له طالبانو سره د امریکا دغه نیغ په نیغه خبرې ابتدایی دی او دواړو لورو د راتلونکې غونډې او د تماسونو په اړه  بحثونه وکړل .

دا معلومه نه ده چې دامریکا او دطالبانو ډلې راتلونکی غونډه به کله او له کومو چارواکو سره به وشی خو دغه خبره یقینی ده چې راتلونکی غونډه به ضرور وشی .