پاکستان د افغانستان دطالبانو ملاتړ ته دوام ورکوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i75282-پاکستان_د_افغانستان_دطالبانو_ملاتړ_ته_دوام_ورکوی
دافغانستان دپارلمان غړی محمد سرور عثمانی فراهی زمونږ له خبریال سره په مرکه کښې وویل د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان واک ته په رسیدا سره په افغانستان کښې له طالبانو په ملاتړ کښې د اسلام اباد سیاست نه بدلیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 03, 2018 23:51 Asia/Kabul
  • د پاکستان نوی لومړی وزیر عمران خان دافغانستان دطالبانو ملاتړ کوي .
    د پاکستان نوی لومړی وزیر عمران خان دافغانستان دطالبانو ملاتړ کوي .

دافغانستان دپارلمان غړی محمد سرور عثمانی فراهی زمونږ له خبریال سره په مرکه کښې وویل د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان واک ته په رسیدا سره په افغانستان کښې له طالبانو په ملاتړ کښې د اسلام اباد سیاست نه بدلیږی .

هغه ټینګار وکړ د پاکستان نوی لومړی وزیر عمران خان دافغانستان دطالبانو ملاتړ کوی نو ځکه خو هیله نشته چې دپاکستان په سیاست کښې چې په اصل کښې د پوځ لخوا اداره کیږی کوم بنیادی بدلون رامینځته شی .

عثمانی فراهی دطالبانو لخوا  په افغانستان کښې د سولې د خبرو د ردولو علت له دغه بهیر سره د پاکستان مخالفت وباله او ډاګینه یې کړه که چیرې امریکا په حقیقی ډول په افغانستان کښې د سولې ټینګول غواړی باید د افغانستان په چارو کښې د اسلام اباد د لاسوهنو د ختمولو لپاره په پاکستان دباو راولی .

دافغانستان دپارلمان استازی محمد سرور عثمانی فراهی ډاګینه کړه ښکاره خبره ده چې امریکا هیڅکله له افغانستان سره د خپل امنیتی تړون په چوکاټ کښې رښتیونی عمل نه دی کړی پردې اساس په دغه هیواد کښې د سولې او دثبات  د ټینګیدا یوازنۍ لاره د طالبانو، خلکو او د چارواکو په شمول د ټولو افغانانو اتحاد دی .