طالبانو دازبکستان له چارواکو سره خبرې کړی
-
تراوسه د افغانستان د طالبانو د پلاوي او د ازبکستان دچارواکو ترمینځ دشویو خبرو جزیات نه دي خپاره شوي .
ایرنا خبری اژانس وایی دافغانستان دطالبانو یوه(۱) پلاوی د ازبکستان په پلازمینې تاشکند ښار کښې د سیاسی دفتر د پرانیستلو لپاره د دغه هیواد له حکومت سره مشوره وکړه .
دبریتانیا ډیلی میل (Daily Mail)ورځپاڼې نن د ازبکستان د خارجه وزارت د بیانیې په قول وویل دطالبانو یوه پلاوی چې سرپرستی یې د سیاسی دفتر مسول شیرعباس استانکزی کوله د اګست دمیاشتې له اومې(۷) تر لسمې(۱۰) نیټې پورې په تاشکند ښار کښې د یوه (۱)سیاسی دفتر د پرانیستلو لپاره د ازبکستان له لوړرتبه چارواکو سره خبرې اترې وکړې .
دطالبانو دغه پلاوی د ازبکستان په خارجه وزارت کښې په څلورو(۴) ورځو خبرو کښې هڅه وکړه دافغانستان د صلحې دبهیر د لرلید دانځورولو په ترڅ کښې خپل هدف ته درسیدا لپاره د ازبکستان دحکومت نظر جلب کړی .
تراوسه د افغانستان د طالبانو د پلاوی او د ازبکستان دچارواکو ترمینځ دشویو خبرو جزیات نه دی خپاره شوی .