په کابل کښې د دوو چاودنو مخه ونیوې شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i75609-په_کابل_کښې_د_دوو_چاودنو_مخه_ونیوې_شوه
د افغانستان په پلازمېنه کابل کښې امنيتي چارواكي وايي، چې په دغه ښار او قره باغ ولسوالۍ كښې يې پرون د دوو چاودنو مخه نيولې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 15, 2018 03:16 Asia/Kabul
  • په کابل کښې د دوو چاودنو مخه ونیوې شوه

د افغانستان په پلازمېنه کابل کښې امنيتي چارواكي وايي، چې په دغه ښار او قره باغ ولسوالۍ كښې يې پرون د دوو چاودنو مخه نيولې ده.

د افغانستان د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وایي،  یو ریموټ کنټرول ماین چې د کابل ښار د دهمزګ اړوند پارک شهر ته څېرمه ځای پر ځای شوے و، د امنیتي ځواکونو د ګزمې لخوا کشف او شنډ شو.

د یو بل خبر له مخې، یو ریموټ کنټرول ماین چې د کابل ولایت د قره باغ ولسوالی په ښاروالي مارکیټ او د امنیې قوماندانۍ ودانۍ ته څېرمه ځای ځای پر شوے ؤ، پرون د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ شو.

د طالب ډلې په شمول د افغان حکومت مخالفو وسله والو ډلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې د افغان حکومت مخالفې وسله والې ډلې هڅې کوي چې د هېواد په مهمو ښارونو او ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړي.تېره ورځ هم د کابل ښار په ختېځ کې د ټاکنو کمېشن  دفتر ته څېرمه د ځانمرګي برید په نتیجه کښې يو پوليس ووژل شو او يو بل هم ژوبل شو.