له ترهه ګرۍسره مبارزه اوږدمهاله سټراټژۍته اړتیالری
دا ګست یویشتمه نیټه دملګروملتو له خوا د ترهه ګرۍ دقربانیانو د یاد اودرنښت دنړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده .
زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ دافغانستان دبشری حقوقو مشرې میرمن سیما ثمر په یولړ څرګندونو کې په دې خبرې سره چې دسیمه ایزې اونړیوالې پراختیا په دلیل له ترهه ګرۍ سره مبارزه دوه اړخیزې او پراخې ملګرتیا ته اړتیا لری .
دافغانستان د بشری حقوقو دکمیشن مشرې په دې په ټینګار سره چې د ښې اوبدې تر هه ګرۍ ترمینځ فرق کول ستره تیروتنه ده ، له دې سپیرې بلا سره ئې په مبارزې کې له افغانستان سره دنړیوالې ټولنې د ملګرتیا غوښتنه کړې .
دافغانستان لوی څارنوال محمد فرید حمیدی هم وئیلی دی ، داشرف غنی حکومت د ښاریزو دامنیت دتامینولو او د حقوقو په وړاندې ژمن دی او له نړیوالو ټولنو غواړی ، چې له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې دې دکابل له حکومت سره ملګرتیا وکړی .
دا ګست یویشتمه نیټه دملګروملتو له خوا د ترهه ګرۍ دقربانیانو د یاد اودرنښت دنړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده .