د شيعه ؤ قتل عام بند کړئ!
د افغان غږ خبري آژانس له نقله زمونږ تهران رېډيو ته د رارسېدلي رپوټ له مخې د کابل په لويديځ کښې په مهدي موعود نومې يو مکتب کښې په يوه ځان وژونکې حمله کښې په لسګونو کسان ووژل شول او په لسګونو نور هم ژوبل شول.
پرون له ماسپښينه وروسته د ځاي وخت مطابق تقريباً څلور بجې د کابل ښار د لويديځ په دشت برچي سيمه کښې د چاودنې غږ واورېدلے شو. دغه حمله په مهدي موعود (ع) نومې خصوصي مکتب کښې دننه رامنځته شوه.
د کابل د پوليسو وياند وائي ځان وژونکے يرغل ګر پياده ؤ او دغه روزنيز مرکز ته داخل شو او په ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد يې وچاول.
د افغانستان د روغتيا د وزارت وياند وحيد مجروح وويل چې په دغه پېښه کښې تر اوسه اته څلوېښت تنه وژل شوي او ۶۷ نور هم ژوبل شوي دي چې د وژل شويو د شمېر زياتېدو امکان دے. په سوشل مېډيا کښې د دغې پېښې خپارۀ شوي تصويرونه ښودنه کوي چې چاودنه د يو کلاس په دننه کښې رامنځته شوې ده.
دا د کابل په لويديځ کښې د زدکړې په مرکزونو دريمه حمله ده چې د تېرو دوو حملوذمه واري داعش ترهه ګرې ډلې په غاړه اخېستې ده.
دغه چاودنه ډېره مضبوطه وه او د درسي کلاس چت ټول راغورزېدلے دے. د سيمې خلق زيات په قهر دي. دا وړومبنے ځل نه دے چې په افغانستان کښې د شيعه مسلمانانو د زدکړې په مرکزونو، جوماتونو، امام باړو او مذهبي مراسمو حملې کيږي.اثبات ته ضرورت نه لري. په افغانستان کښې د شعيه ؤ د قتل مشين په حرکت کښې راغلے دے او په لېونډوله توګه وينې تويوي او قربانۍ اخلي.
هغه ځوانان چې په مهدي موعود (ع) مرکز کښې راغونډ شوي وو نه فوځي خواکونه ګڼل کيږي او نه حکومت ، بهرنيو ځواکونو او حتی تکفيري ترهه ګرو ته ترې څه خطر ؤ. هغوي د همدغه هېواد د راتلونکي لپاره په يوه سمه لاره کښې کوشش کوۀ، خو دغه چاره هم د شيعه ؤ د سرسختو دښمنانو، تکفيري تالي څټو ترهه ګرو او د هغوي بې رحمه او وينې بيونکي ملاتړي نه زغمي.
حکومت ته به معلومه وي يا نه خو شيعه د يو ستر جنګ په وړاندې راغلي دي. په دې حالت کښې د هغو خلقو لپاره چې د دغه جنګ قرباني کيږي څه فرق نه کوي چې پوليس ځواکونه، امدادي اېمبولېنسونه، شفاخانې او حکومتي روغتيائي مرکزونه څه ډول عمل کوي. که د افغانستان شيعه د حکومت برخه وي نو پکار دي د واقعي ذمه دارۍ قبلونکي او د خپل امنيت لپاره د واکمنانو د عملي کارکردګۍ او له تکفيري دښمن سره د مقابلې کتونکي اوسي.
وړومبنے ګام دا دے چې دوه نيم سوه داعشي ترهه ګر چې په فوځي هيلي کاپټرونو سره ورته د درزاب له معرکې څخه نجات ورکړے شوے او اوس د ملي امنيت په مېلمه تونونو کښې پراته دي، پکار دي په چټکتيا سره او په يو واضحه، څرګند او روڼ قضائي چلند کښې دې محاکمه شي او د ترهه ګريزوحملو د هر شهيد په بدله کښې دې يو يو ترهه ګر اعدام شي.
د مسئول نېغ په نېغه وړومبيتوب د ښاريزو له سر او وينې څخه ملاتړ دے. له بشري حقوقو څخه د دفاع مدعي قوتونه که د دغې چارې اندېښنه لري نو د افغانستان په شيعه ؤ باندې د تپلي جنګ مرګونې معرکې ته حاضر شي او په افغانستان کښې د روانې څرګندې نسل وژنې او قومي تصفيې په وړاندې دې دريځ ونيسي؛ د دې په غېر صورت کښې د هغو ترهه ګرو اعدامول چې په زمکه د وينې تويولو، جنايت او فساد کولو نمونې دي په اصولي توګه د بشري حقوقو خلاف ورزي نه شي ګڼل کېدې.
حکومت او امنيتي چارواکي پکار دي د کابل د وروستۍ حملې په شمول د افغانستان د شيعه ؤ په خلاف د ټولو ترهه ګريزو حملو په وړاندې د خپلې کوتاهۍ په اړه د افغانستان خلقو ته ځواب ويونکے وي او د دې په غېر صورت کښې به هغوي هم د هېبت ناک فرقه ايز جنګ لوري ته د هېواد په ديکه کولو کښې رول لري او د هغو د نتائجو په وړاندې به ذمه وار ګڼل کيږي.
امنيتي ځواکونه په تېره بيا کشفي او استخاراتي مراکز پکار دي ځواب ورکړي چې څه ډول يو تکفيري ترهه ګر د کابل په زړۀ او يو شيعه مرکز کښې ځان چوي؟
هغوي که د هېواد د امنيت د مديريت ذمه واري نه شي ادا کولې نو په صادقانه توګه دې استعفا ورکړي او يا دې د حق او عدالت د محکمې په وړاندې په افغانستان کښې د شيعه فرزندانو په خلاف د جاري وينې بيونو په وړاندې قانوني مواخذه شي.
د دسيسه ناکو پلانونو چې د افغانستان شيعه ټولنه يې هدف ګرځولې ده د شنډولو لپاره دې امنيتي مېکانيزمونه وسنجول شي او اجرا کړې شي. حکومت ته پکار دي په دې زمينه کښې په چټکتيا سره د عمل مېدان ته راودانګي او ودې ښئ چې د دغه جنګ د قربانيانو لپاره څه کار کوي او که د داسې يو اقدام وس نه لري نو پکار دي شيعه مسلمانانو ته دې له ځانه د روا دفاع حق ورکړي او د يو قدرتمن ولسي ځواک د جوړولو او وسلو او فوځي روزنو ته د هغوي د لاسرسائۍ امکان دې برابر کړې شي چې په شيعه مېشته سيمو کښې د روانو پلان شويو ناامنيو او قتل عامونو څپه کنټرول کړې او د هېواد د دړې وړې کېدو او د قومي او مذهبي جنګ خطر آرامه کړې شي.
-----------