دافغانستان ډیر خلک اوربند غواړی او سولې ته هیله لری
-
د مرکه شوو نیمايي باور لري چې طالبان سوله کوي خو نیمايي نور په دې برخه کې پر طالبانو باور نه لري.
زمونږخبریال وایی د یوې تازه سروې پایلې ښیی چې دافغانستان له هرو لسو ښاریزو نهه (9) د اوربند غوښتونکی دی او اته(8) نور د دې تر څنګ چې د سولې ټینګښت ته هیله من دی، د حکومت له لوری د سولې د ټینګښت پر ژمنې باور لری او په دې تړاو ترسره شوی اقدامات مهم ګڼی.
دغه سروې د اروپایی اتحادیې په مالی مرسته د افغانستان د ښځو د شبکې او دصلاح کنسرسیوم له خوا د روان کال په چنګاښ او زمری میاشتو کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ۴۷۲۵ کسانو سره د مرکو له لارې شوې ده.
د دې سروې پایلې پرون په کابل کې د یوې غونډې پرمهال اعلان شوې.
د سروې موندنې ښیی چې په ټول کښې ۸۲ فیصده خلک (۴۶٪ ډېر او ۳۶٪ کم) په هېواد کې د سولې پر ټینګښت باور لری او په دې برخه کې د ښځو فیصدی د نرانو په پرتله درې () فیصده کمه ده.
دسروې دپایلو پراساس په سلو کښې اته څلویښت(۴۸) فیصده خلک د سولې په اړه دناټو او دنړیوالې ټولنې په ژمنو باور لری خو دوه پنځوس(۵۲) فیصده نور خلک بیا باور نلری .
دغه پایلې څرګندوی چې د مرکه شوو نیمایی باور لری چې طالبان سوله کوی خو نیمایی نور په دې برخه کې پر طالبانو باور نه لری.