دافغانستان د سولی او دعلماو شوراگانو د اوربند غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i75723-دافغانستان_د_سولی_او_دعلماو_شوراگانو_د_اوربند_غوښتنه_وکړه
زمونږخبریال وایی د افغانستان د سولې عالی شورا او د علماوو شورا له افغان حکومت او طالبانو وغوښتل چې د اختر په شپو ورځو کې اوربند وکړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 19, 2018 02:15 Asia/Kabul
  • د اوربند د اعلان په اړه مشورې روانې دي او ولسمشر غني به ډېر ژر په دې هکله وروستی دریځ اعلان کړي.
    د اوربند د اعلان په اړه مشورې روانې دي او ولسمشر غني به ډېر ژر په دې هکله وروستی دریځ اعلان کړي.

زمونږخبریال وایی د افغانستان د سولې عالی شورا او د علماوو شورا له افغان حکومت او طالبانو وغوښتل چې د اختر په شپو ورځو کې اوربند وکړی.

د لوی اختر له رارسېدو سره د افغانستان د سولې عالی شورا او د علماوو شورا په یوه غږ له افغان حکومت او طالبانو غواړی چې د اوربند په اړه د خلکو غوښتنو ته لبیک ووایی.

کریم خلیلی او مولوی قیام الدین کشاف وایی، د دې اړتیا ده چې افغانان لوی اختر په امنیت او ارام  کې تېر کړی.

ښاغلی خلیلی د شنبې په ورځ له دواړو لورو وغوښتل چې لکه د کوچنی اختر په څېر په لوی اختر کې هم اوربند وکړی.

کریم خلیلی وویل له طالبانو   په ځانګړی ډول د دغې ډلې له  مشر  غوښتنه کوو چې اوربند اعلان کړی او د افغان حکومت او د طالبانو د تحریک له خوا دوه اړخیزه اوربند اعلان او رعایت شی، مونږ هیله مند یوو چې دا ګام واخیستل شی.

قیام الدین کشاف هم وایی د علماوو او د دغه ځورېدلی ملت په غوښتنه مونږ اوږدمهاله اوربند غواړو چې د سولې خبرو اترو زمینه برابره کړی، خدای دې وکړی چې افغان ولس د اختر شپې ورځې او له هغې وروسته نورې میاشتې په سوله کې تېرې کړی .

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی، خو د ولسشمر غنی د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوی وایی، د اوربند د اعلان په اړه مشورې روانې دی او ولسمشر غنی به ډېر ژر په دې هکله وروستی دریځ اعلان کړی.

په کوچنی اختر کې د حکومت د اوربند له اعلان وروسته طالبانو هم د دریو(3) ورځو د اوربند اعلان وکړ چې دا بې ساری ګام د خلکو د تود هرکلی سره مخ شو.