ایران په افغانستان کې د سولې اوثبات له ټینګولوسره مرستې ته تیاردی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i75736-ایران_په_افغانستان_کې_د_سولې_اوثبات_له_ټینګولوسره_مرستې_ته_تیاردی
دایران دایټمی انرژۍ دادارې مشر له نړیوالې ټولنې هم په سیمې کې له سولې اوامنیت سره دمرستې غوښتنه کړې اووئیلی ئې دی ، درست هیوادونه باید په افغانستان کې د سولې اوثبات له ټینګیدا سره مرسته وکړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 19, 2018 10:42 Asia/Kabul
  • ایران په افغانستان کې د سولې اوثبات له ټینګولوسره مرستې ته تیاردی

دایران دایټمی انرژۍ دادارې مشر له نړیوالې ټولنې هم په سیمې کې له سولې اوامنیت سره دمرستې غوښتنه کړې اووئیلی ئې دی ، درست هیوادونه باید په افغانستان کې د سولې اوثبات له ټینګیدا سره مرسته وکړی .

 فارس خبری  آژانس راپورورکړ  دایران دایټمی انرژۍ دادارې مشر علی اکبر صالحی بیګا  په تهران کې د افغانستان   په سفارت کې د دغه هیواد د خپلواکۍ  دنهه نویمې کلیزې په مناسبت  په دستورو  کې  په شتون سره  ددې خبرې په کولو سره چې  دافغانستان ولس  له ډیرو زیاتو داخلی اوبهرنیو مشکلاتو اوناورینونو سره مخامخ  دی ،  هیله وښودله ،  په دغه هیواد کې زرترزره  سوله اوثبات ټینګ شی .

 ډاکټر صالحی  په دې خبرې کولو  سره ې  افغان ولس  دسولې غوره  د ی  ووئیل ، کله څلویښت کاله مخکې چې  افغان  کډوال ایران ته  راغلل ، نو اسلامی ایران  خپل ظرفیّت ته په پام سره  خپلې ټولې هلې ځلې وکارولې څو  له خپلو افغان  وروڼو او خویئندو سره مرسته وکړی .

 هغه  همداراز  د ایران په ښونځیو کې  دڅه دپاسه پنځه لکه افغان زده کونکو او دغه راز  دایران په پوهنتونوو کې  دافغان محصیلینو منل کیدا ته په اشارې سره  روښانه کړه .  دغه موردونه   کډوالو  ته  دایران خدمات نه دی ،بلکې  داسې مسئولیّت دی چې  ایران  ئې  خپل هغه ګاونډی  هیواد په نسبت چې له ترینګلتیاؤ سره لاس اوګریوان دی ، ترسره کوی .

 دایران دایټمی انرژۍ دادارې مشر    له نړیوالې ټولنې هم  په سیمې  کې  له سولې اوامنیت سره  دمرستې غوښتنه کړې اووئیلی ئې دی ، درست هیوادونه باید  په افغانستان کې  د سولې اوثبات له ټینګیدا سره مرسته وکړی .