په ماسکوکې دافغانستان دسولې په خبرواتروکې ایران هم ګډون کوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i75816-په_ماسکوکې_دافغانستان_دسولې_په_خبرواتروکې_ایران_هم_ګډون_کوی
د روسیې خارجه وزارت وائی په دغې غونډې کې چې د ستمبر په څلورمه نیټه ترسره کیږی، د ورسیې ،افغانستان ، چین ،ایران ،پاکستان وهندوستان اوطالبانو ډلې ا ستازی ګډون کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 22, 2018 10:04 Asia/Kabul
  • په ماسکوکې دافغانستان دسولې په خبرواتروکې ایران هم ګډون کوی

د روسیې خارجه وزارت وائی په دغې غونډې کې چې د ستمبر په څلورمه نیټه ترسره کیږی، د ورسیې ،افغانستان ، چین ،ایران ،پاکستان وهندوستان اوطالبانو ډلې ا ستازی ګډون کوی .

 ایرنا خبری اژآنس راپورورکړ د روسیې خارجه وزارت  بیګا دیوې اعلامیې  په خپرولو سره  وئیلی دی ، په ماسکو کې د افغانستان دسولې په اړه   په نړیوالې غونډې کې دایران داسلامی جمهوریت پشمول یولس  هیوادونه  ګډون کوی .

 په دغې اعلامیې کې وئیل شوی دی ،په ماسکو کې    دافغانستان د سولې په باب لومړنۍ نړیواله غونډه  د تیر کال  د   روسیې ،ایران ،افغانستان  ،پاکستان ، چین اوهندوستان  دمشورو په اساس شوی وه .  امریکا هم  دتیر کال   دماسکو د سولې په نړیوالې غونډې کې بلل شوی وه ،خو  له ګډونه ئې ډډه کړې وه .

 زمونږخبریال  هم راپورراکوی دامریکا  خارجه وزارت  نن  دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دی ،امریکا   په ماسکو کې د افغانستان د سولې په باب  په  دغې نړیوالې غونډې کې ګډون نه کوی .  داپه داسې حال کې دی چې د افغانستان د طالبانو ډلې یوه ویندوی ذبیح ا... مجاهد نن سهار  له مونږ سره په ټیلیفونی تماس کې  وئیلی دی ،  افغانستان  دسولې په باب  دماسکو په غونډې کې  دغې ډلې د  ګډون بلنه تر دې دمه نه ده ورکړل شوی  او  که د اسې کومه بلنه  ورکړل شی ،نو په دې اړه به د افغانستان  د ګټو په اساس فیصله وکړی .

 دافغانستان   دخارجه وزارت ویندوی صبغت  احمدی  هم  بیګا په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی  داشرف غنی  حکومت   په افغانستان کې  د امنیت د تامینیدا او له طالبانو ډلې  سره د روغې جوړې خبرواترو په باب  د دغه ډول غونډو هرکلی کوی  او په دې کې دګډون لپاره  له بلنې  وروسته به   حتما مثبته فیصله وکړی . خو د  روسیې  خارجه وزارت وائی  په دغې غونډې کې  چې  د ستمبر په څلورمه نیټه ترسره کیږی، د ورسیې ،افغانستان ، چین ،ایران ،پاکستان وهندوستان اوطالبانو ډلې ا ستازی  ګډون کوی .