په ماسکوکې دافغانستان دسولې په خبرواتروکې ایران هم ګډون کوی
د روسیې خارجه وزارت وائی په دغې غونډې کې چې د ستمبر په څلورمه نیټه ترسره کیږی، د ورسیې ،افغانستان ، چین ،ایران ،پاکستان وهندوستان اوطالبانو ډلې ا ستازی ګډون کوی .
ایرنا خبری اژآنس راپورورکړ د روسیې خارجه وزارت بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، په ماسکو کې د افغانستان دسولې په اړه په نړیوالې غونډې کې دایران داسلامی جمهوریت پشمول یولس هیوادونه ګډون کوی .
په دغې اعلامیې کې وئیل شوی دی ،په ماسکو کې دافغانستان د سولې په باب لومړنۍ نړیواله غونډه د تیر کال د روسیې ،ایران ،افغانستان ،پاکستان ، چین اوهندوستان دمشورو په اساس شوی وه . امریکا هم دتیر کال دماسکو د سولې په نړیوالې غونډې کې بلل شوی وه ،خو له ګډونه ئې ډډه کړې وه .
زمونږخبریال هم راپورراکوی دامریکا خارجه وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ،امریکا په ماسکو کې د افغانستان د سولې په باب په دغې نړیوالې غونډې کې ګډون نه کوی . داپه داسې حال کې دی چې د افغانستان د طالبانو ډلې یوه ویندوی ذبیح ا... مجاهد نن سهار له مونږ سره په ټیلیفونی تماس کې وئیلی دی ، افغانستان دسولې په باب دماسکو په غونډې کې دغې ډلې د ګډون بلنه تر دې دمه نه ده ورکړل شوی او که د اسې کومه بلنه ورکړل شی ،نو په دې اړه به د افغانستان د ګټو په اساس فیصله وکړی .
دافغانستان دخارجه وزارت ویندوی صبغت احمدی هم بیګا په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی داشرف غنی حکومت په افغانستان کې د امنیت د تامینیدا او له طالبانو ډلې سره د روغې جوړې خبرواترو په باب د دغه ډول غونډو هرکلی کوی او په دې کې دګډون لپاره له بلنې وروسته به حتما مثبته فیصله وکړی . خو د روسیې خارجه وزارت وائی په دغې غونډې کې چې د ستمبر په څلورمه نیټه ترسره کیږی، د ورسیې ،افغانستان ، چین ،ایران ،پاکستان وهندوستان اوطالبانو ډلې ا ستازی ګډون کوی .